د مکروریانونو د اوسېدونکو د شکایتونو په اړه د کابل ښاروال احمد ذکي سرفراز په مشرۍ د چهار شنبه په ورځ د روان کال د تلې په ۴مه د شته ستونزو د حل په موخه د مکروریانونو د اقتصادي شورا ناسته په دغه اداره کې وشوه.
په دې ناسته کې د مکروریانونو د مرکز ګرمۍ دستګاه د تقویت او د تودوخې د تولید پر اغېزمنتیا سربېره د هغو ساحو پر لسګونو ستونزو له دوکانونو څخه د ښاروالۍ له محصوله نیولې تر محیطي اسانتیاوو رامنځته کولو او معیاري خدمتونو وړاندې کولو پورې بحث وشو او د شورا د غړو له نظرونو ورسته په دې هکله اړین تصمیمونه ونیول شول