الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د ۳۱۵ ساحې د فاتحې اخیستلو سالون بشپړ او ګټې اخیستنې ته چمتو شو

4 میزان 1398

د ټولنیزو اسانتیاوو د رامنځته کولو لپاره په ۱۱مه ناحیه کې په ۳۱۵ سیمه کې د فاتحې اخیستلو د یوه سالون د ساختمان کار نن له غرمې مخکې بشپړ او د ناحیې د اوسېدونکو په حضور د کابل ښاروالۍ د ټولنیزو او کلتوري خدمتونو مرستیال محمد فاضل شریفي له خوا د فیتې په پرې کولو ګټې اخیستنې ته وسپارل شو. 

دغه سالون دوه منزله دی، چې عصري تشنابونه، د ساتونکي کوټه، چای خونه، دهلېز، زرغونه فضا، د څښاک د اوبو یوه څاه، د زرغونې ساحې لپاره د اوبولو سیستم او احاطه لري، چې په پاخه او اساسي ډول په یوه کال کې بشپړ شو. په یوه وخت کې د ۵۰۰ کسانو د ځایولو ظرفیت لري.