د کابل ښاروال احمد ذکي سرفراز د تخنیکي او ساختماني مرستیال محمد صدیق صاحبزي په ملتیا د مکروریانونو د یو شمېر مشرانو او اوسېدونکو سره د مرکز ګرمي او یو لړ چاپېریالي ننګونو په اړه خبرې وکړې د نظرونو او وړاندیزونو په اورېدلو سره د کابل ښاروال د خلکو د مشورې پر بنسټ د سمې حل لارې په لټه کې د مالي او تخنیکي ظرفیتونو په پام کې نیولو سره د کابل ښاروالۍ اړوند مسئولینو ته د لازمي لارښوونې ژمنه وکړه چې د کابل ښاروالي به د خپلو مالي او تخنیکي امکاناتو په درلودلو تر بریده د هغوی ستونزو ته ځان رسوي.
