
د کابل ښاروالۍ د ودانیزو چارو مرستیال انجنیر عامر زمرک یاسر د قراردادي شرکتونو له استازو سره په لیدنه کې د سړو له موسم تر راسېدو وړاندې د سړک جوړونې او ټولګټو پروژو چارو په بشپړولو ټینګار وکړ.
نوموړي له قراردادي شرکتونو وغوښتل چې، د هوا ښه والي او د شرایطو په پام کې نیولو سره پروژې باید د ډیزاین، تخنیکي سندونو او معیارونو په نظرمطابق بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپاري.
د ودانیزو چارو مرستیال وویل: په ودانیزو چارو کې هېڅ ډول ځنډ او ناغیړي د منلو وړ نه ده او د سرغړونې په صورت کې به د قرارداد د شرایطو مطابق قانوني چلند وشي.
هغه په ګڼه ګوڼه لرونکو سیمو کې د شپې او ورځې په کاري وختونو کې د چارو پر تنظیم، د خوندیتوب اصولو په پام کې نیولو او د اضافي توکو پر لېږد هم ټینګار وکړ.
د کابل ښاروالۍ مشرتابه څرګنده کړه چې، د چارو په چټکتیا سره باید کیفیت قرباني نه شي او ټولې پروژې باید په ټاکلي وخت او د معیارونو مطابق بشپړې شي.
د سړو موسم تر پیل وړاندې د سړک جوړونې پروژو په بشپړولو د کابل ښاروالۍ ټینګار
1 میزان 1405


