د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,43 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 244 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د اتمې او شپاړسمې ناحیې په مربوطاتو کې د دريو نښلوونکو سړکونو کار روان دی

8 میزان 1398

کابل ښاروالۍ په روان کال کې په اتمه ناحیه کې په اتم کلي کې د تپې سر د نقشبندي ساحې سړک، په دویم کلي کې د رشید ساحې سړک او همدارنګه په اتمه او شپاړسمه ناحیه کې د نهم کلي سړک چې د دغو ناحیو د نښلېدو ټکی دی، کار پيل کړی و او اوس جریان لري. د دغو سړکونو ټول اوږدوالی ۲۳۷۷ متره، سور یې مختلف دی او د اوبو ویالې هم پکې شاملې دي.

ټاکل شوې ده د دغو سړکونو کار په اساسي ډول د هبیتات دفتر په همکارۍ د ژمي تر رارسېدو پورې بشپړ او ګټې اخیستنې ته چمتو شي، چې په بشپړېدو به یې د کال په فصلونو کې د محیطي ستونزو پر حل کېدو سربېره به د کارته نو سړک د ګڼې ګوڼې په برخه کې ستونزې حل شي.