الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 64.55 افغانی
1 یورو 74.51 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.0009 افغانی
1 کلدار 0.2328 افغانی
1 هندی 0.75 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په کابل ښار کې د رغنیزو پروژو د بشپړېدو هڅې

سرلیکنه

کابل ښار هر کال د بېلابېلو ټولګټو او زیربنایي پروژو دپلي کېدو شاهد وي، خو د دغو پروژو د عملي کېدو لپاره وخت هم ځانګړی اهمیت لري.
په ځانګړي ډول د ژمي له رارسېدو وړاندې د سړک جوړونې پروژو بشپړول هغه اړتیا ده چې، هم په ښار کې د تګ راتګ له آسانتیاوو سره تړاو لري او هم د پروژو د کیفیت او دوام لپاره مهمه ده.
په روان کال کې د پروژو بشپړول د کابل ښاروالۍ له مهمو لومړیتوبونو څخه دي او هڅه کېږي چې، د ژمي تر رارسېدو وړاندې د یو شمېر پروژو پاتې چارې بشپړې شي. په همدې موخه د ښار په بېلابېلو سیمو کې د ګڼو سړکونو قیر چارې روانې دي او د چارو د لا چټکتیا لپاره هڅې کېږي. دا اقدام په داسې حال کې ترسره کېږي چې، د هوا د سړېدو له امله د ودانیزو چارو دوام له یو شمېر تخنیکي او عملي محدودیتونو سره مخ کېدای شي.
د سړکونو د قیر چارو ترسره کېدل یوازې د یوې لارې د ښکلا یا رغونې موضوع نه ده، بلکې د ښاري ژوند له اساسي اړتیاوو څخه هم ګڼل کېږي. معیاري سړکونه د خلکو د تګ راتګ آسانتیا زیاتوي، ترافیکي وضعیت ښه کوي او د ښار د بېلابېلو سیمو ترمنځ د اړیکو په پیاوړتیا کې مهم رول لري. له همدې امله هغه پروژې چې، د ښاریانو له ورځني ژوند سره نېغ په نېغه تړاو لري، باید د وخت، کیفیت او تخنیکي معیارونو له مخې په جدي ډول تعقیب شي، چې په دې برخه کې د کابل ښاروال دوامداره سیمه ییزې څارنې د پام وړ دي. له پروژو څخه پرله‌پسې لیدنه او مسئولینو او قراردادي شرکتونو ته اړینې سپارښتنې کولای شي د چارو د ځنډ مخه ونیسي او د پروژو د کیفیت د ارزونې زمینه برابره کړي.
د سړک جوړونې په پروژو کې د کیفیت موضوع ځانګړی اهمیت لري، ځکه که یوه پروژه په ټاکلي وخت بشپړه شي، خو د تخنیکي اصولو او معیارونو له مخې پکې لازم کار نه وي شوی، ښايي ډېر ژر د بیا رغونې اړتیا پیدا شي.
له همدې امله د پروژو اصلي بریا هغه مهال تضمینېدای شي چې، چټکتیا، کیفیت او دوام یې په پام کې ونیول شي.
اوس چې د مني موسم په رانږدې کېدو دی، د کابل ښاروالۍ لپاره مهمه ده چې، د هغو پروژو بشپړولو ته لومړیتوب ورکړي چې، د هوا د سړېدو له امله یې د چارو دوام ستونزمن کېږي.
کابل ښار د پراختیا او ودې په حال کې دی او د دې ودې له اړتیاوو سره سم، د معیاري سړکونو او پیاوړو ښاري زیربناوو جوړول دوامدارو هڅو ته اړتیا لري. د روان کال د پروژو په ټاکلي وخت بشپړېدل به نه یوازې د ښار په بېلابېلو سیمو کې د تګ راتګ ستونزې راکمې کړي، بلکې د ښاري نظم او د چوبړتیاوو د ښه والي په برخه کې به هم اغېز ولري.
تمه ده چې په روان کال کې د کابل ښاروالۍ اړوند پروژو د بشپړولو هڅې، د مسئولینو دوامداره څارنه او د قراردادي شرکتونو جدي کار به د دې لامل وګرځي چې، د ژمي له رارسېدو وړاندې یو شمېر مهمې پروژې بشپړې شي. د کابل د آبادۍ هره پروژه هغه وخت د خلکو لپاره ارزښتناکه ده چې، په ټاکلي وخت، غوره کیفیت او د اوږدمهاله اړتیاوو په پام کې نیولو سره پلې شي.