د کابل ښاروال د چاپېریال روغتیا او او چاپېریال ریاست نن په څلورم د میزان د دوهمې ناحیې رئیس په ملتیا ۲۰۵ کیلو ګرامه هغه خواړه چې نېټه یې پای ته رسېدلې وه راټول کړل.
دغه مواد چې پکې جوس، کیک ، د څخاک مواد ، انرژي ، د لاس مینځلو مایع ، شامپو ، د خوشبویي سپری او نور قلمونه موجود وو او هغه نېټه چې په محصول او یا هم یې په کارتن وهل شوې وه ، تیره شوې وه.
د تفتیش په جریان کې دغه دکانداران د مارکیټونو د تنظیم د کارکوونکو لخوا نقدي جریمه شوي هم دي.