
د کابل ښاروالۍ د لومړۍ ناحیې ریاست د یوې فابریکې د څارنې او ارزونې پر مهال ۱۰۰۰ کیلوګرامه بېکیفیته او غیرمعیاري شات (عسل) تر پېژندې وروسته ضبط کړي دي او د یادې فابریکې فعالیت درول شوی شوی دی.
د مسئولینو په وینا، تولید شوي شات(عسل) د لازم کیفیت د نهلرلو او د غیرقانوني موادو د کارونې له امله دګټې اخیستنې وړ نه دي بلل شوي او د له منځه وړلو په موخه ټاکلي ځای ته ولېږدول شول.
د لومړۍ ناحیې د ښاري خدمتونو آمر، ابراهیمشاه په دې اړه وویل: سرغړوونکي کس د بورې او رنګ په څېر د توکو په کارولو سره شات په غیرطبیعي ډول تولیدول. نوموړی وایي، له پېژندنې وروسته تولید شوي محصولات ضبط او د فابریکې فعالیت یې درول شوی دی.
هغه زیاتوي چې د ښاریانو د روغتیا خوندي ساتلو په موخه، د یادې ناحیې بازارونه، د خوراکي توکو د تولید مرکزونه او د دغو توکو د پلور ځایونه په دوامداره توګه تر څارنې لاندې دي.
د لومړۍ ناحیې د ښاري خدمتونو آمر له پلورونکو او تولیدوونکو وغوښتل چې، د بېکیفیته او غیرمعیاري خوراکي توکو له تولید او پلور څخه په کلکه ډډه وکړي.
دغه راز نوموړي له ښاریانو هم غوښتنه وکړه چې، د خوراکي او غیر خوراکي توکو د پېرلو پر مهال د هغو د مصرف نېټې او کیفیت ته جدي پاملرنه وکړي.
په لومړۍ ناحیه کې ۱۰۰۰ کیلوګرامه بې کیفیته شات(عسل) ضبط شول
5 میزان 1405


