د هبیتات دفتر په همکارۍ د کابل ښاروالۍ له تشویقي پروژو څخه د نهمې ناحیې د خواجه رواش ساحې د لسم ګذر د رغونې چارې جریان لري. په دغه ساحه کې ۱۱۹۷ متره سړک او کوڅې کانکرېټ کېږي، چې د اوبو ویالې او اوسپنیز کانکریټي پلچکونه هم پکې شامل دي. پر دې پروژه ۹۷۵۶۸ امریکايي ډالر لګښت راځي، چې ٪۳۲ یې د خلکو برخه ده او ټاکل شوې چې ژر به بشپړ او ګټې اخیستنې ته چمتو شي.
په نهمه ناحیه کې د خواجه رواش د لسم ګذر د جوړولو کار روان دی
10 میزان 1398