د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.23 افغانی
1 یورو 76.77 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.130 افغانی
1 کلدار 257.20 افغانی
1 هندی 812.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په شپږمه ناحیه کې د میرزا عبدالقادر بېدل په ګذر کې د دوو سړکونو د جوړېدو عملي کار پيل شو

10 میزان 1398

د ولسمشرۍ ریاست عالي مقام د هدایت پر اساس د دبۍ ښار هوټل شهیدانو د وارثینو محیطي ستونزو ته د رسېدو لپاره په دې وروستیو کې د کابل ښاروالۍ له انکشافي پروګرام څخه په شپږمه ناحیه کې د میرزا عبدالقادر بېدل په ګذر کې د دوو سړکونو د جوړېدو عملي کار پيل شو. د دغو سړکونو ټول اوږدوالی ۱۱۶۴ متره دی، چې د سړک د څنډو ویالې هم پکې شاملې دي او ټاکل شوې ده چې کار یې په ۴۵ ورځو کې بشپړ او ګټې اخیستنې ته چمتو شي.