
✍🏼 عادل «عزیزي»
کابل ښار د نفوس د زیاتوالي، پراختیا او د استوګنې د اړتیاوو له ډېرېدو سره هره ورځ د نویو ښاري اړتیاوو له رامنځته کېدو سره مخ دی. د ښار د منظمې پراختیا لپاره یوازې د نویو ودانیو جوړول بسنه نه کوي، بلکې د ځمکې اغېزمنه کارونه، د استوګنیزو سیمو تنظیم، د ښاري زیربناوو پراختیا، د زرغونو سیمو رامنځته کول او د اوسېدونکو لپاره د مناسب او معیاري ژوند د چاپېریال برابرول هم اړین دي. له همدې امله، د ښاري بیا پراختیا پروژې په راتلونکي کې د کابل ښار د پراختیا په برخه کې له مهمو برنامو او پلانونو څخه ګڼل کېږي.
ښاري بیا پراختیا هغه بهیر دی چې، په ترڅ کې یې په یوه ښاري سیمه کې د ځمکې کـارونه بیاځـلي تنظیمېږي، غیرپلاني سیمې د منظم پلان له مخې پراختیا مومي او د استوګنې، سوداګرۍ، ترانسپورټ، زرغونو سیمو او نورو اړینو ښاري خدمتونو لپاره معیاري چاپېریال رامنځته کېږي. په دې بهیر کې هڅه کېږي چې، له محدودې ښاري ځمکې څخه اعظمي او اغېزمنه ګټه واخیستل شي او د ودانیو تر څنګ،د سړکونو، پلیو لارو، پارکینګونو، برېښنا، اوبو، فاضله اوبو، اور وژنې او نورو بنسټیزو تأسیساتو لپاره هم ځانګړی ځای او اړین امکانات په پام کې ونیول شي.
کابل ښاروالۍ د همدې موخو لپاره د ځمکې د بیا تنظیم او ښاري بیا پراختیا نوې کړنلارې په خپل کاري پلان کې شاملې کړې دي. د دغو کړنلارو موخه دا ده چې، غیرپلاني سیمې په تدریجي ډول منظمې او پر معیاري ښاري سیمو بدلې شي، له ځمکې څخه اغېزمنه ګټه پورته او د کابل ښار د ماسټرپلان له مخې د اوسېدونکو لپاره مناسب استوګنیز چاپېریال رامنځته شي.
د ښاري بیا پراختیا لومړنۍ پروژه د کابل ښار د پنځلسمې ناحیې اړوند د پنځهسوه فامیلیو په سیمه کې پلې شوې ده. دغه پروژه په ۸۹۰۰ متر مربع ځمکه کې د بیا مېشتېدو او دوامدارې ښاري پراختیا لپاره طرحه شوې ده. د پروژې په لومړۍ برخه کې د دوو شپږ پوړیزو ودانیو جوړول شامل وو چې، ۶۸ استوګنیز اپارتمانونه لري او د جوړولو چارې یې بشپړې شوې دي.
د دې پروژې دویمه برخه د دوو نورو استوګنیزو بلاکونو جوړول دي چې، یو بلاک به یې اته پوړیز او بل به یې دولس پوړیز وي. په دغو بلاکونو کې ۷۶ استوګنیز آپارتمانونه، یو شمېر هټۍ او لوی پلورنځي هم په پام کې نیول شوي دي. په دې توګه، پروژه یوازې د استوګنې اړتیا نه پوره کوي، بلکې د سیمې د سوداګریزو اړتیاوو لپاره هم زمینه برابروي.
د اوولسمې ناحیې اړوند د نودویک فامیلیو په سیمه کې هم د ښاري بیا پراختیا پروژې عملي چارې روانې دي. د دې پروژې لومړۍ برخه د دوو لس پوړیزو بلاکونو له جوړولو څخه جوړه وه چې، یوه تلخونه هم لري او د جوړولو چارې یې بشپړې شوې دي. په دغو بلاکونو کې په ټولیز ډول ۱۰۸ استوګنیز آپارتمانونه، یو شمېر هټۍ او لوی پلورنځي هم شامل دي.
د نودویک فامیلیو په سیمه کې د ښاري بیا پراختیا پروژې دویمه برخه هم د منظم او معیاري استوګنیز چاپېریال د رامنځته کولو په موخه پیل شوې ده. دا برخه ۲۳۵۰۰ متر مربع ځمکه رانغاړي او د یوې تلخونې په ګډون د شپږو لس پوړیزو بلاکونو جوړول پکې شامل دي. د دغې پروژې ټولیز لګښت ۹۷۶ میلیونه افغانۍ اټکل شوی دی.
د دغو شپږو بلاکونو په هر پوړ کې شپږ آپارتمانونه په پام کې نیول شوي چې په ټولیز ډول به، ۳۶۰ استوګنیز آپارتمانونه جوړ شي. د پروژې د طرحې یوه مهمه ځانګړتیا دا ده چې، د استوګنیزو ودانیو ترڅنګ د اوسېدونکو د ورځني ژوند اړتیاوو ته هم پام شوی دی. زرغونې سیمې، پلې لارې، د وسایطو پارکینګونه، د ښاري او لمریزې برېښنا سیستمونه، د فاضله اوبو د تصفیې سیستم، د اور وژنې تأسیسات او د ساتونکو خونه د دې پروژې له مهمو برخو څخه دي.
د نویو بلاکونو د جوړولو عملي چارې به د شته خنډونو او نورو تأسیساتو له پاکولو او د ودانیزو توکو له لېږد وروسته پیل شي. ټاکل شوې چې د پروژې ودانیزې چارې د ښاري معیارونو په پام کې نیولو او د ټاکل شوي مهالوېش له مخې ترسره شي.
د ښاري بیا پراختیا د برنامو په لړ کې د سرای شمالي د زورآباد په سیمه کې د یوې بلې پروژې د پلي کولو لپاره د پلان جوړونې او سروې چارې هم روانې دي. دغه پروژه ۷۴۳۵ جریبه ځمکه رانغاړي او د پراختیايي پلان له منظورۍ وروسته به یې د عملي کېدو زمینه برابره شي. د دومره پراخې ځمکې لپاره د منظم پلان جوړول کولای شي د سیمې د راتلونکې پراختیا لپاره د استوګنې، خدماتي او نورو ښاري فعالیتونو د تنظیم زمینه برابره کړي.
په اتمه ناحیه کې د طلایي ښارګوټي مخې ته هم د ښاري بیا پراختیا یوه پروژه په ۳۷۸ متر مربع ځمکه کې روانه ده. په دې پروژه کې د دوو پوړیزو تلخونو په لرلو سره د یوه اته پوړیز بلاک جوړول شامل دي، چې ۱۴ استوګنیز آپارتمانونه لري. د معلوماتو له مخې، دغه پروژه تر اوسه شاوخوا ۶۰ سلنه پرمخ تللې او ټاکل شوې چې په راتلونکو اوو میاشتو کې بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
په یادو پروژو کې د ودانیو ترڅنګ، د ښاري خدمتونو او اساسي تأسیساتو جوړولو ته هم ځانګړې پاملرنه شوې ده. زرغونې سیمې، پلې لارې، د وسایطو پارکینګونه، د برېښنا برج، د فاضله اوبو د تصفیې سیستم، د مرکزګرمۍ سیستم او نور اړین تأسیسات د دې لپاره په پام کې نیول شوي چې، د سیمو اوسېدونکي یوازې له نویو کورونو برخمن نه شي، بلکې د ژوند لپاره له یوه بشپړ او مناسب ښاري چاپېریال څخه هم ګټه واخلي.
د ښاري بیا پراختیا د دغو پروژو بله مهمه ځانګړتیا دا ده چې، د ښار د پراختیا موضوع یوازې د ودانیو په لوړوالي او شمېر پورې نه محدودوي، بلکې د سیمې ټولې اړتیاوې په یوه واحد پلان کې راټولوي. په داسې سیمو کې د پلیو لارو، پارکینګونو، زرغونو سیمو، برېښنا، فاضله اوبو او اور وژنې سیستمونو په څېر تأسیسات له مخکې په پام کې نیول کېږي، چې دا کار د بېنظمې او بېپلانه ودانیزې پراختیا مخه نیسي.
کابل ښاروالۍ هڅه کوي چې د ځمکې د بیا تنظیم او ښاري بیا پراختیا له لارې د ځمکو د استملاک د دودیزې کړنلارې پر ځای، له معاصرو ښاري تګلارو څخه هم ګټه واخلي.
د دې تګلارې له مخې، په ښار کې دشته ځمکو ظرفیتونه په پام کې نیول کېږي او هڅه کېږي چې، د کابل ښار د ماسټرپلان په چوکاټ کې غیرپلاني سیمې په منظم، معیاري او د ژوند لپاره په مناسبو چاپېریالونو بدلې شي.
د ښاري بیا پراختیا مفهوم په اصل کې د ښار د اوسني وضعیت د اصلاح او د راتلونکي لپاره د مناسبې زمینې د برابرولو هڅه ده. کله چې یوه سیمه له مخکې ټاکل شوي پلان سره سم تنظیم شي، د استوګنې ترڅنګ، د خلکو د تګ راتګ، سوداګرۍ، تفریح، خدماتي او عامه تأسیساتو اړتیاوې هم په پام کې نیول کېږي چې، همدا چاره د ښار د پراختیا بهیر له بېنظمۍ څخه منظمې پراختیا ته اړوي.
په بېلابېلو سیمو کې د دغو پروژو پلي کېدل کولای شي د کابل ښار د استوګنیزو سیمو په بڼه کې د پام وړ بدلون رامنځته کړي. د معیاري استوګنځایونو جوړېدل، د ښاري زیربناوو ښه کېدل، له ځمکې څخه اغېزمنه ګټه اخیستنه، د زرغونو سیمو زیاتېدل او د بنسټیزو خدمتونو تنظیم هغه برخې دي چې، د ښار د دوامدارې پراختیا لپاره مهم اهمیت لري.
همدا راز ښاري بیا پراختیا یوازې د څو ودانیو د جوړولو پروژه نه ده، بلکې د ښار د راتلونکې بڼې د تنظیم یوه پراخه تګلاره ده. که دغه پروژې د ټاکلي مهالوېش، روڼتیا او ښاري معیارونو مطابق پلې شي، کولای شي د کابل ښار د تنظیم، د ځمکې د اغېزمنې کارونې او د خلکو لپاره د سالم، معیاري او د ژوند له اړتیاوو سره برابر استوګنیز چاپېریال د رامنځته کېدو په برخه کې مهم ګام ثابت شي.
د ځمکو تنظیم او بیا پراختیا؛ د منظم او معیاري کابل پر لور نوی ګام


