الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 64.55 افغانی
1 یورو 74.51 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.0009 افغانی
1 کلدار 0.2328 افغانی
1 هندی 0.75 افغانی

د کابل ورځپاڼی

ځوان نسل؛ د راتلونکي معمار که د نفوذ هدف؟


✍️محمد اسماعیل «شاهین»

ځوان نسل د هرې ټولنې تر ټولو ستره پانګه او د راتلونکي د جوړونې اصلي ځواک دی.
د یوې ټولنې د سبا رنګ، فکري لار، علمي پرمختګ، اقتصادي ځواک او سیاسي ثبات تر ډېره د نن ورځې د ځوانانو له فکر، روزنې او انتخاب سره تړاو لري. ځکه خو ځواني یوازې د عمر یوه مرحله نه ده، بلکې هغه ځواک دی چې، کولای شي د یوه ملت د پرمختګ، آزادۍ او ثبات بنسټ کېږدي او یا که په ناسمه توګه رهبري او اغېزمن شي، د نورو د شومو او سیاسي موخو وسیله ګرځي. په معاصره نړۍ کې د نفوذ بڼه هم بدله شوې ده.
پخوا به د ملتونو د اغېزمنولو لپاره تر ډېره پوځي ځواک، سیاسي فشار او اقتصادي مداخلې کارېدې، خو نن د انسان پر فکر، ارزښتونو، کلتور، معلوماتو او د ژوند پر څرنګوالي اغېز کول، د نفوذ له مهمو مواردو څخه ګڼل کېږي. په دې بهیر کې ځوان نسل ځکه ځانګړی اهمیت لري چې، د نویو فکرونو، رسنیو، ټکنالوژۍ او ټولنیزو بدلونونو تر ټولو فعال کاروونکي دي. اصلي پوښتنه دا ده چې، آیا زموږ ځوانان د خپل ملت د راتلونکي معماران دي، که د هغو شبکو او بهیرونو د نفوذ موخې ګرځېدلي چې غواړي د دوی فکر،ارزښتونه او راتلونکی د خپلو موخو له مخې جوړ کړي؟ دا پوښتنه یوازې د ځوانانو په اړه نه ده، بلکې د کورنۍ، ښوونځي، دیني او علمي بنسټونو، رسنیو او د ټولنې د مسئولیت په اړه هم ده.
ددې پوښتنې په ځواب کې باید د عملي لید لوري او اوسني وخت مطابق داسې وویل شي:
د امریکایي اشغال په دوران کې یوه برخه ځوانان ډېری وخت د دوی د شومو موخو او تبلیغاتو ښکار ګرځیدل، نو په لاربېلابېلو طریقو به یې جذبول او د خپل ځان د پایښت لپاره به ترې ګټه اخیستل کېده.
خو کله چې په ۲۰۲۱ کال کې امریکایي اشغال پای ته ورسېد، له هغه وروسته شاید د ګوتو په شمار څو کسان د دیموکراسۍ، پیسو او د نورو هیوادونو د موخو لپاره په رسنیو کې د بې ځایه تبلغیاتو لپاره جذب شوي وی.
نو په ټوله کې ویلی شو چې، اوس مهال ډېری ځوانان د هېواد د معماری لپاره لګیا دی او خولې تویوي.
همدارنګه ځوانانو ته باید سالم فکر، پیاوړی شخصیت، علم، مسلکي وړتیا او د خپل هویت روښانه درک ورکړل شي، ځکه هغه د ټولنې د بدلون معمار جوړېږي. په ځوانانو کې باید فکري تشه، ناپوهي او بې‌هدفي له منځه لاړه شي او هیڅ ځوان د نورو د ګټو لپاره قرباني نشي. له همدې امله د ځوان نسل د فکري او کلتوري مصئونیت ساتل یوازې یوه ټولنیزه اړتیا نه، بلکې د هر ملت د راتلونکي د خوندي کولو ستره مسئله هم ده.
کورنۍ د ځوان د شخصیت د جوړېدو او روزنې لومړنۍ زانګو ده. مور او پلار باید له خپلو اولادونو سره داسې باوري او سالمه اړیکه ولري چې، ځوان خپلې ستونزې، ملګرتیاوې،اندېښنې او فکري بدلونونه په ډاډه زړه ورسره شریک کړای شي. یوازې سختي او څارنه بسنه نه کوي، بلکې مشوره، فکري روزنه او د نیکو ملګرو لپاره ورته زمینه برابره کړي او د هغوی د ملګرو پوښتنه وکړي. کورنۍ باید ځوان ته دا ور زده کړي چې، هره مالي، سیاسي یا ټولنیزه ژمنه په بېړه ونه مني او د ناڅرګنده کسانو له خوا د پټو فعالیتونو، حساسو معلوماتو یا مشکوکو کارونو غوښتنو په اړه له باوري مشرانو سره مشوره وکړي.
ښوونځي او پوهنتونونه باید یوازې د کتابونو د لوستلو ځایونه نه وي، بلکې د انتقادي فکر، مسئولیت، اخلاقو، قانون‌پالنې او رسنیز پوهاوي د روزنې مرکزونه هم وي. ځوان باید زده کړي چې، څنګه تبلیغات، دروغجن معلومات، رواني اغېز، دوکه او د ټولنیزو رسنیو ناسالم استعمال وپېژني.
ښوونکي او استادان باید د زده‌کوونکو فکري او رواني بدلونونو ته پاملرنه وکړي، خو دا پاملرنه باید د بې‌دلیله تورونو او بې‌ځایه څارنې پر ځای د لارښوونې، مشورې او ملاتړ پر بنسټ وي.
ځوانانو ته د سالم چاپېریال رامنځته کول یوه اړتیا ده، هغه ځوان چې علمي، مسلکي، ورزشي، کلتوري او ټولنیز سالم مصروفیت ونه لري، ښايي ډېر ژر د ناسمو شبکو او افرادو تر اغېز لاندې راشي. له همدې امله کورنۍ او تعلیمي ادارې باید ځوانانو ته د زده‌کړې، کار، ورزش، څېړنې، رضاکارانه فعالیتونو او مشروع ټولنیز مشارکت فرصتونه برابر کړي.
همدارنګه د پردیو د ګټو په مقابل کې تر ټولو پیاوړې دفاع د ځوان فکري ویښتوب دی.
که ځوان د خپل دین، تاریخ، ټولنې، ملي ګټو او قانون په اړه سالم پوهاوی ولري، د دوکې او استخدام پر وړاندې یې مقاومت زیاتېږي. موخه باید دا نه وي چې ځوان له ټولنیز او سیاسي ژوند څخه لرې پاتې شي، بلکې باید زده کړي چې، خپل استعداد او انرژي په مشروع او قانوني لارو کې وکاروي.
د ځوانانو د جذب مخنیوی یوازې د منع کولو له لارې نه کېږي. اصلي حل لاره یې کورنۍ ته پیاوړې روزنیزه ونډه، تعلیمي ادارو ته د فکري او اخلاقي روزنې مسئولیت او ځوانانو ته د سالمو فرصتونو برابرول دي.
هغه ټولنه چې خپل ځوان نسل په علم، اخلاقو، سالم فکر او مسئولیت روزي، د دې امکان کموي چې، ځوانان یې د دوکې او استخدام له لارې د نورو د نامشروعو موخو وسیله وګرځي.

د «پامیر» له مقالو څخه؛ د کابل ښاروالۍ رسمي اوونیزه خپرونه