کابل ښاروال احمدذکي سرفراز د سه شنبه په ورځ د اومې ناحیې له مشرانو او اوسېدونکو سره د ښاري ستونزو پر پېژندنې او د هغو پر حل لارو بحث او نظرونه تبادله کړل.
لومړی د دې ناحیې اوسېدو په دغه ناحیه کې پخو او اساسي سړکونو، کانالونو او ویالو جوړولو، د کثافاتو پر وخت مدیریت، هدیره او نورو ستونزو ته د رسېدو په اړه له کابل ښارول سره خبرې وکړې.
کابل ښاروال له ستونزو اورېدو وروسته په دې برخه کې د کابل ښاروالۍ د پروګرامونو په اړه معلومات ورکړل او ويې ویل: موږ په خپلو پروګرامو او پلانو کې اومه ناحیې او او تېره بیا هغو ناحیو ته چې کمه وده یې موندلې ده، لومړیتوب ورکوو او متوازن انکشاف او مالي سرچینو ته په پام به نوې بیخبنسټي او د رغونې پروژې اجرا کړو، چې زیاتې ښاري او چاپېریالي ستونزې به ورسره حل شي.
کابل ښاروال په جنوب لودیځ زون کې ډېر ژر د یوې هدیرې د جوړېدو او په دغه ناحیه کې د ځينو خامه سړکونو د جغل اچونې او په اساسي ډول د هغو د جوړېدو کار د پیلېدو ژمنه وکړه او د پروژو د عملي کېدو په مختلفو پړاونو کې یې له کابل ښاروالۍ سره د هغې ناحیې له اوسېدونکو څخه همکاري وغوښته.