الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 64.55 افغانی
1 یورو 74.51 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.0009 افغانی
1 کلدار 0.2328 افغانی
1 هندی 0.75 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د افغانستان په اقتصادي وده کې د کاسا-۱۰۰۰ پروژې اهمیت


✍️ عصمت الله «شګیوال»

قرغزستان او تاجیکستان د مرکزي آسیا له هغو هېوادونو څخه دي چې، د اوبو له پراخو طبیعي سرچینو څخه برخمن دي. دغو هېوادونو د خپلو سیندونو او اوبو له زېرمو څخه په اغېزمنې ګټې اخیستنې د برېښنا د تولید ظرفیت لوړ کړی دی. د دغو هېوادونو د سړې هوا له امله د ژمي په موسم کې د برېښنا کورنی مصرف لوړېږي، خو د دوبي په موسم کې، چې د تودوخې درجه لوړه او د کورني مصرف کچه ټیټه وي، د تولید شوې برېښنا یوه د پام وړ برخه اضافه پاتې کېږي.
د همدې اضافي برېښنا د اقتصادي ګټې اخیستنې لپاره د کاسا-۱۰۰۰ پروژه طرحه شوې ده. د دې پروژې موخه دا ده چې، د قرغزستان او تاجیکستان اضافي برېښنا د افغانستان له خاورې څخه پاکستان ته ولېږدول شي. د پروژې له مخې، نږدې ۱۳۰۰ مېګاواټه برېښنا پاکستان ته صادرېږي او افغانستان هم شاوخوا ۳۰۰ مېګاواټه برېښنا ترلاسه کوي. افغانستان ته واردېدونکې دغه برېښنا به د هېواد له ملي شبکې سره ونښلول شي، چې په پایله کې به د برېښنا کمښت تر یوه بریده راکم شي، د صنعتي او سوداګریزو فعالیتونو لپاره به مناسب شرایط برابر او د خلکو د ژوند کیفیت به ښه شي. سربېره پر دې، افغانستان د دې پروژې له لارې د برېښنا د ترانزیټ له حق العبور څخه هم د پام وړ عواید ترلاسه کوي، چې دا چاره د ملي اقتصاد د پیاوړتیا او د دولت د عوایدو د زیاتوالي لپاره مهم اهمیت لري.
د کاسا-۱۰۰۰ پروژې د پلې کېدو لپاره ټولیزه پانګونه شاوخوا ۱.۱۷ میلیارده امریکایي ډالر اټکل شوې ده چې، په پروژې کې د ګډونوالو هېوادونو ترمنځ د هغوی د مسئولیتونو او د پروژې د برخو له مخې وېشل کېږي. د دې وېش له مخې، د افغانستان ونډه ۴۰۴ میلیونه ډالر ده او پاتي نوره برخه یې د نورو هیوادنو ونډه ده. ښه خبره داده چې، د افغانستان د ونډې له ټولې برخې څخه، ۳۱۶.۵ میلیونه ډالر د نړیوال بانک او نورو نړیوالو تمویلونکو له خوا د مرستې په توګه ورکول کېږي. همدارنګه د افغانستان د بیارغونې وجهي صندوق (ARTF) له لارې د ټولنې د ملاتړ برنامې په چوکاټ کې ۴۰ میلیونه ډالر هم ځانګړي شوي دي. پاتې ۴۷.۵ میلیونه ډالر د مالیاتو، د ځمکو د استملاک او نورو اړوندو لګښتونو د پوره کولو لپاره د افغانستان حکومت له خوا تمویلېږي. دغه مالي جوړښت ښيي چې، نړیوالو تمویلونکو د کاسا-۱۰۰۰ پروژې د عملي کېدو په برخه کې د پام وړ ونډه اخیستې ده، په داسې حال کې چې د افغانستان حکومت هم د خپلې برخې مسئولیت پر غاړه اخیستی دی. دا ګډه همکاري نه یوازې د پروژې د بریالي تطبیق زمینه برابروي، بلکې د افغانستان د انرژۍ، اقتصاد او سیمه‌ ییز اتصال د پیاوړتیا لپاره هم مهم فرصتونه رامنځته کوي. د دې پروژې د برېښنا د لېږد مزي په ټولیزه توګه نږدې ۷۶۵ کیلومتره اوږدوالی لري، چې ۵۶۲ کیلومتره یې د افغانستان له خاورې تېرېږي.
دا موضوع د افغانستان جغرافیایي موقعیت ته ځانګړی ارزښت ورکوي او هېواد د مرکزي او سویلي آسیا ترمنځ د انرژۍ د لېږد په مهم دهلېز بدلوي.
کاسا-۱۰۰۰ پروژه د مرکزي او سویلي آسیا هېوادونو ترمنځ د سیمه ‌ییزې همکارۍ او اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا لپاره مهم رول لري. د دې پروژې له لارې د انرژۍ او ترانزیټ نوي فرصتونه رامنځته کېږي او افغانستان د سیمه ‌ییز اتصال د یوه باوري شریک په توګه خپل ځای لا پیاوړی کوي. د پروژې د پلې کېدو لپاره افغانستان د نړیوال بانک له خوا شاوخوا ۳۰۹ میلیونه امریکایي ډالر مالي مرسته ترلاسه کړې ده. دغه راز افغانستان د خپلې خاورې له لارې پاکستان ته د لېږدول کېدونکې برېښنا پر هر کیلوواټ حق ‌العبور ترلاسه کوي، چې د دولت د عوایدو د زیاتوالي یوه مهمه سرچینه ده.
د کاسا-۱۰۰۰ پروژه د افغانستان لپاره د پام وړ اقتصادي اهمیت لري. د اټکلونو له مخې، افغانستان به د برېښنا د ترانزیټ له حق العبور څخه هر کال شاوخوا ۴۱.۳ تر ۵۷.۸ میلیونه امریکایي ډالر عاید ترلاسه کوي، چې د هېواد د اقتصادي ودې او د دولت د عوایدو په زیاتوالي کې مهم رول لري. د پروژې شاوخوا ۵۶۲ کیلومتره مزي د افغانستان له اوو ولایتونو، ۲۳ ولسوالیو او نږدې ۶۰۰ کلیو څخه تېرېږي او تمه ده چې شاوخوا ۱۵۲ زره کورنۍ به د دې پروژې له مستقیمو ګټو څخه برخمنې شي. همدارنګه د پروژې په اوږدو کې پرتو سیمو کې نږدې ۴۰ میلیونه امریکایي ډالر په ټولګټو پروژو لګول کېږي، ترڅو د خلکو لومړنۍ اړتیاوې پوره او د ژوند شرایط یې ښه شي. د دغو ټولو ترڅنګ، کاسا-۱۰۰۰ پروژه د افغانستان د انرژۍ، اقتصاد او سیمه ‌ییز اتصال د پیاوړتیا لپاره یوه مهمه او ستراتیژیکه پروژه ګڼل کېږي.
کاسا-۱۰۰۰ پروژه د افغانستان لپاره یوازې د برېښنا د لېږد یوه پروژه نه ده، بلکې د اقتصادي ودې، ترانزیټي عوایدو، پانګونې، کارموندنې او سیمه ‌ییز اتصال لپاره یو مهم فرصت هم ګڼل کېږي. د دې پروژې بشپړ عملي کېدل به د هېواد د انرژۍ وضعیت ښه کړي، صنعتي او سوداګریز فعالیتونه به پیاوړي او افغانستان به د سیمې د انرژۍ او ترانزیټ په مهم مرکز بدل کړي. له همدې امله د کاسا-۱۰۰۰ پروژې بریالی تطبیق د افغانستان د دوامدار اقتصادي پرمختګ لپاره ځانګړی اهمیت لري.

د «پامیر» له مقالو څخه؛ د کابل ښاروالۍ رسمي اوونیزه خپرونه