الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د کابل سیند د مسیر شاوخوا د سیلابونو خطر د احتمالاتو د مخنیوي لپاره د همغږۍ ناسته وشوه

13 میزان 1398

د بنج شنبه په ورځ د روان کال د تلې په ۱۱مه د کابل ښاروال احمدذکي سرفراز په مشرۍ او د کابل ولایت مرستیال، د ولسمشرۍ ریاست د عملیاتي او تخنیکي واحد د عمومي ریاست، د کابل د ځمکو ریاست او د اوبو او برېښنا وزارت د استازو په ګډون د کابل سیند د مسیر شاوخوا د سیلابونو خطر احتمالاتو د مخنیوي لپاره د همغږۍ ناسته وشوه. په دې ناسته کې د کمپنۍ-پل سوخته ساحه کې د کابل سیند د عرض/سور پر مشخصولو، د سیند پر شاوخوا او هغه ته نږدې په غیر قانوني ډول جوړو شوو کورنو، چې د سیند د کم‌سوري کېدو او ابو راختو لامل شوي، پر لرې کولو، د سیند په اوږدو کې د استنادي دېوالو پر جوړولو، د کابل سیند د سواحلو او نورو زیان‌منونکو ټکو پر مشخصولو بحث وشو او لازم تصمیمونه ونیول شول.