الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 64.55 افغانی
1 یورو 74.51 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.0009 افغانی
1 کلدار 0.2328 افغانی
1 هندی 0.75 افغانی

د کابل ورځپاڼی

ښاري ودانۍ او د زلزلې پر وړاندې د مقاومت اړتیا


محمد عادل «عزیزي»
زلزله یوه طبیعي پېښه ده چې، د انسانانو پر ژوند، اقتصادي شتمنیو، زیربناوو او ښاري نظم پراخې او کله ناکله نه جبرانېدونکې اغېزې لري. که څه هم د زلزلې د رامنځته کېدو مخنیوی تر ډېره د انسانانو په لاس کې نه وي، خو د هغې له امله د رامنځته کېدونکو زیانونو د کمښت لپاره د علمي او تخنیکي لارو چارو کارول ممکن دي. په ځانګړي ډول په ښارونو کې د ودانیو د جوړولو پر مهال د زلزلې د مقاومت معیارونو په پام کې نیول، د انساني ژوند د خوندیتوب او د اقتصادي زیانونو د راکمولو لپاره اساسي اهمیت لري.
ښارونه د نفوسو د زیاتوالي، لوړو ودانیو، سوداګریزو مرکزونو، ښوونځیو، روغتونونو، استوګنیزو کورونو او ګڼو نورو تأسیساتو له امله د زلزلو پر وړاندې ځانګړی حساسیت لري. هر څومره چې په یوه ښار کې ودانۍ ډېرې او نفوس زیات وي، په هماغه کچه د یوې پیاوړې زلزلې احتمالي اغېزې پراخه کېدای شي. له همدې امله د ښاري ودانیو د کیفیت، ډیزاین او د زلزلې پر وړاندې د مقاومت موضوع باید یوازې د ودانیزو چارو د متخصصینو مسئله ونه ګڼل شي، بلکې دا د عامه خوندیتوب، ښاري مدیریت او ټولنیز مسئولیت یوه مهمه برخه هم ده.
د امریکا د ځمک‌پوهنې ادارې (USGS) د زلزلې پر وړاندې د ‌مقاومو ودانیو په اړه په یوه علمي راپور کې څرګنده کړې چې، د زلزلو پر مهال د مړینې او ټپي کېدو ډېری پېښې د ودانیو او نورو جوړښتونو له زیان او نړېدو سره تړاو لري او د زلزلې پر مهال د ودانیو د چلند د څېړلو له لارې ساینس‌پوهان او انجنیران کولای شي د راتلونکو زلزلو لپاره د ودانیو ډیزاین لا ښه کړي.
د زلزلې پر وړاندې د ‌مقاومې ودانۍ لومړنی اصل دا دی چې، د ودانۍ د ډیزاین او جوړولو پر مهال باید په سیمه کې د زلزلې د رامنځته کېدو کچه په پام کې ونیول شي. هره سیمه د ځمکې د جوړښت، جیولوجیکي ځانګړتیاوو او تاریخي زلزلو له مخې له بلې سیمې سره توپیر لري. له همدې امله هغه ودانیزه طرحه چې، په یوه سیمه کې مناسبه وي، ښايي په بله سیمه کې ورته پایله ونه لري. د ودانۍ د جوړولو له پیل وړاندې د ځمکې او خاورې تخنیکي څېړنه، د سیمې د شرایطو ارزونه او د زلزلې د ‌ګواښ په اړه معلومات راټولول، د خوندي ودانیز ډیزاین لپاره مهم بنسټ جوړوي.
د ودانۍ د مقاومت په برخه کې د ودانیزې نقشې کیفیت هم ځانګړی اهمیت لري. یوه ودانۍ باید داسې طرحه شي چې، د زلزلې پر مهال رامنځته کېدونکي افقي او عمودي ځواکونه په مناسبه توګه تحمل او د ودانۍ له یوې برخې څخه بلې برخې ته ولېږدوي. د ودانۍ د ستنو، بیمونو، دیوالونو، چتونو او بنسټ ترمنځ مناسب ودانیز اتصال د دې لامل کېږي چې، ودانۍ د زلزلې د خوځښتونو پر مهال خپل ثبات تر ډېره وساتي.
د USGS په یوه بل علمي راپور کې راغلي چې، د ودانیزو قوانینو او معیارونو ښه کول، د ودانیو د جوړولو طریقې اصلاح کول او د کمزورو ودانیو په تدریجي ډول پیاوړي او معیاري کول، د زلزلې له امله د ژوند او شتمنیو د زیان د کمښت مهمې لارې دي.
په دې برخه کې د «پیاوړې ستن او مناسب بیم» په څېر ودانیز اصول، د ودانۍ د منظمې بڼې، مناسب وزن، متوازن جوړښت او د بارونو د سم وېش رعایت مهم ګڼل کېږي. هغه ودانۍ چې نامنظم پلان، نامناسب لوړوالی، ډېر دروند جوړښت یا کمزوري ودانیز اتصالونه ولري، د زلزلې پر مهال د زیان له لوړ ګواښ سره مخ کېدای شي. له همدې امله د ودانۍ د ښکلا تر څنګ، باید د هغې ودانیز خوندیتوب ته لومړیتوب ورکړل شي.
د ودانیزو توکو کیفیت هم د زلزلې په وړاندې د ‌مقاومې ودانۍ له مهمو برخو څخه دی. د کانکریټ، سیخ‌، فولادي عناصرو، خښتو، بلاکونو او نورو توکو کیفیت باید د ټاکل شویو تخنیکي معیارونو مطابق وي. کم‌کیفیته توکي، د موادو ناسم تناسب، د کانکریټ ناسم جوړول او د سیخونو ناسم نصب هغه عوامل دي چې، د ودانۍ مقاومت کموي. له همدې امله یوازې د ودانۍ د نقشې درلودل بسنه نه دي، بلکې د نقشې مطابق د عملي چارو ترسره کول او له د ودانیزو چارو څخه دوامداره څارنه هم اړینه ده.
په ډېرو ښارونو کې یوه بله ستونزه دا ده چې، ځینې ودانۍ د مسلکي انجنیرانو له طرحې او تخنیکي څارنې پرته جوړېږي. په داسې حالت کې ممکن د ودانۍ د بنسټ، ستنو، بیمونو او نورو اساسي برخو په جوړولو کې تخنیکي تېروتنې رامنځته شي. دغه تېروتنې ښايي د عادي شرایطو پر مهال ښکاره نه شي، خو د یوې پیاوړې زلزلې پر مهال د ودانۍ د جدي زیان یا نړېدو لامل ګرځېدای شي.
د زلزلې پر وړاندې مقاومت یوازې د نویو ودانیو موضوع نه ده، په ښارونو کې زرګونه پخوانۍ ودانۍ شته چې ښايي د اوسنیو ودانیزو معیارونو له مخې د پام وړ مقاومت ونه لري. د دغو ودانیو تخنیکي ارزونه، د کمزورو برخو پېژندنه او د اړتیا په صورت کې د ودانۍ پیاوړتیا د ښاري خوندیتوب لپاره مهم اقدامات دي. په ځینو مواردو کې د ستنو او بیمونو پیاوړي کول، د ځانګړو ودانیزو عناصرو نصب، د بنسټ پیاوړتیا او د ودانۍ د کمزورو برخو اصلاح کول، د زلزلې په وړاندې د ‌مقاومت کچه لوړولی شي.
د ښارونو د زلزلې د مقاومت په بحث کې یوازې ودانۍ مطرح نه دي،بلکې د ښار حیاتي زیربناوې هم باید د زلزلې پر وړاندې د مقاومت وړ وي. روغتونونه، ښوونځي، د اوبو رسولو شبکې، برېښنا، مخابرات، پلونه، سړکونه ، د اور وژنې مرکزونه او نور تأسیسات باید داسې طرحه او جوړ شي چې، له طبیعي پېښو وروسته هم تر ممکنه حده خپل فعالیت ته دوام ورکړای شي. که یوه زلزله یوازې د استوګنیزو ودانیو زیانمنېدو لامل شي، ستونزه یوه کچه لري، خو که ورسره روغتونونه، سړکونه او د بیړنیو خدماتو مرکزونه هم له کاره ولوېږي، نو د پېښې اغېزې څو برابره زیاتېږي.
ودانیز معیارونه هغه وخت اغېزمن تمامېږي چې، د ودانیو د طرحې، جواز، جوړولو او څارنې په ټولو پړاوونو کې په جدي ډول پلي شي. د ښاروالۍ، اړوند ادارو، انجنیرانو، قراردادیانو او مالکانو ترمنځ همغږي کولای شي د ودانیزو سرغړونو کچه راټیټه او د ودانیو خوندیتوب لوړ کړي.
په دې برخه کې د عامه پوهاوي رول هم له پامه نه شي غورځېدای. د ودانۍ مالک باید پوه شي چې، د ودانیزو معیارونو مراعاتول یوازې د قانون د پوره کولو لپاره نه دي، بلکې د هغه د کورنۍ او ټولنې د ژوند د خوندیتوب لپاره دي. همدا راز د ودانۍ په جوړولو کې د لنډمهاله اقتصادي سپما لپاره د کیفیت ټیټول ښايي په اوږدمهال کې ډېر درانه انساني او مالي زیانونه رامنځته کړي. د ودانیزو توکو په کیفیت، د مسلکي کارکوونکو په استخدام او د تخنیکي څارنې په برخه کې لګښت باید د اضافي بار پر ځای د راتلونکي لپاره پانګونه وبلل شي.
د افغانستان په څېر د زلزله‌ لرونکو سیمو لپاره د دې موضوع اهمیت لا ډېر دی. په هېواد کې د غرنیو سیمو پراخوالی، د نفوس زیاتوالی او د ښارونو د پراختیا بهیر دا اړتیا رامنځته کوي چې، د ودانیو د جوړولو پر مهال د زلزلې ګواښ ته جدي پاملرنه وشي. په ځانګړي ډول په کابل او نورو لویو ښارونو کې د استوګنیزو، سوداګریزو او عامه ودانیو د پراختیا ترڅنګ، باید ودانیز خوندیتوب موضوع هم د ښاري پراختیا له مهمو لومړیتوبونو څخه وي.
د یوې ودانۍ اصلي ارزښت یوازې په لوړوالي، ښکلا او پراخوالي کې نه دی، بلکې هغه وخت رښتینی ارزښت پیدا کوي چې، د اوسېدونکو ژوند خوندي وساتي. له همدې امله، د زلزلې پر وړاندې د ‌مقاومو ودانیو جوړول باید د ښاري پراختیا یوه نه بېلېدونکې برخه وګرځي، څو د طبیعي پېښو پر وړاندې د ښارونو د زیان کچه راټیټه او د خلکو د ژوند او شتمنیو د خوندیتوب لپاره لا پیاوړی بنسټ رامنځته شي.

د «پامیر» له مقالو څخه؛ د کابل ښاروالۍ رسمي اوونیزه خپرونه