
✍️ ابویاسر «پښتون»
هر انسان له هغه ځای سره عاطفي تړاو پیدا کوي چېرې چې ژوند کوي، ځکه ښار یوازې د اوسېدو ځای نه، بلکې د انسان د ورځني ژوند، خاطرو، هیلو، اړیکو او راتلونکي برخه ده. د انسان په ژوند کې ټول هغه ښه او بد چې تیر شوي او په کوم ځای کې تیر شوي ټول یې د انسان د یادښت د کتابچې په پاڼو کې درج کوي، که یې د ساتلو هڅه وکړي یا نه، خو بیا هم له ده سره پاتې کیږي. نو د یوه ښار هره کوڅه، هره لار، هر پارک او هر عامه ځای د هغو انسانانو له ژوند سره تړاو لري، کوم چې په هغه کې اوسېږي.
ښار د انسان د ګډ ژوند تر ټولو ستره صحنه ده، داسې صحنه چېرې چې د بېلابېلو عمرونو، مسلکونو، اړتیاوو او فکرونو لرونکي خلک د یوه ګډ چاپېریال تر سیوري لاندې ژوند کوي. دلته د یوه کس کړنه یوازې پر هغه کس اغېز نه کوي، بلکې د نورو پر ژوند هم اغېز لرلای شي، همدا ګډ ژوند د نظم، اصولو، مسئولیت او متقابل درناوي اړتیا رامنځته کوي.
ښار څه شی دی؟
ښار هغه منظم انساني او جغرافیایي چاپېریال دی چې، خلک پکې د اوسېدنې، کار، سوداګرۍ، زدهکړې، روغتیا، تګ راتګ او ټولنیزو اړیکو لپاره راټولېږي. خو د ښار مفهوم تر دې تعریف ډېر پراخ دی. ښار د انسان د تمدن، کلتور او ټولنیز ژوند هنداره ده، ځکه د یوه ملت د ژوند څرنګوالی، کلتور، ذوق، نظم او د قانون درناوی تر ډېره په ښارونو کې لیدل کېږي.
له همدې امله د ښار د پرمختګ کچه یوازې د سړکونو په اوږدوالي او یا د نویو تأسیساتو په جوړېدو نه څرګندیږي،بلکې یو ښار هغه مهال پرمختللی بلل کېدای شي چې، د اوسېدونکو لپاره منظم، پاک، خوندي، د لاسرسي وړ او د ژوند کولو مناسب چاپېریال ولري.
په ښار کې ژوند له فردي ژوند سره یو مهم توپیر لري، دلته د هر انسان حق له بل انسان سره تړلی دی. که یو څوک خپل کثافات په کوڅه کې وغورځوي، یوازې خپله کوڅه نه چټلوي، بلکې د نورو د ژوند چاپېریال هم اغېزمنوي. که څوک پلې لار د خپل شخصي فعالیت لپاره وکاروي، د لسګونو نورو خلکو د تګ حق محدودوي. که څوک عامه شتمني زیانمنه کړي، په حقیقت کې د ټولنې پر ګډ مال تېری کوي.
له همدې ځایه ښاري مسئولیت رامنځته کېږي، یعنې هر وګړی باید پوه شي چې، ښار یوازې د ښاروالۍ نه، بلکې د ټولو ګډ ژوندی چاپېریال دی.
ښاري نظم:
ټولې هغه چارې چې، په یوه ښار کې د انسانانو لپاره د هوسا ژوند زمینه برابروي، ښاري نظم ګڼل کیږي.
دغه نظم له یوې خوا د حکومتونو له خوا د خدمتونو په تر سره کولو او له بله پلوه د خلکو په ګډې همکارۍ سره رامنځته کیږي. په حقیقت کې نظم هغه پوله ده چې، د یوه انسان شخصي آزادي د بل انسان له حق سره تړي. انسان په ښار کې آزاد دی، خو دا آزادي هغه وخت معنا لري چې، د نورو د حقونو تر پښو لاندې کولو لامل نه شي.
د ملګروملتونو اړوند د هبیتات دفتر د تعریف پر بنسټ، ښاري نظم هغه بهیر او حالت دی چې، حکومت، ښاروالۍ، ښاري بنسټونه او ښاریان د قانون، پلان او ګډ مسئولیت له لارې ښاري چارې په ګډه تنظیم او مدیریت کوي.
ښاري نظم یوازې د سړکونو د پاکوالي نوم نه دی،دا یو پراخ مفهوم دی چې د ښار د بېلابېلو برخو غوره مدیریت او د ښاري اصولو رعایت په ځان کې رانغاړي. د سړکونو او پليولارو ساتنه، د کثافاتو منظم مدیریت، د پارکونو او زرغونو سیمو ساتنه، د عامه ځایونو درناوی، د ودانیزو اصولو رعایت، د ترافیکي قوانینو مراعات او د ښار د عمومي نظم ساتل، ټول د ښاري نظم برخې دي.
د ښاري نظم ډېری اصول یوازې عصري اداري اړتیاوې نه دي، د اسلام په اخلاقي او ټولنیزو لارښوونو کې هم د پاکوالي، د خلکو د حقونو د رعایت، د زیان نه رسولو او د عامه لارو د ساتنې لپاره څرګندې سپارښتنې شته دي.
لکه الله تعالی ج چې فرمایي:
ژباړه:او په ځمکه کې د هغې له اصلاح وروسته فساد مه کوئ. الأعراف: ۵۶
ددې آیت شریف لارښوونه یوازې د یوه ځانګړي ځای لپاره نه ده، بلکې د انسان د مسئولانه ژوند یو مهم اصل بیانوي. هغه چاپېریال چې انسان ته د ژوند لپاره سپارل شوی، باید د ویجاړولو او زیان پر ځای د اصلاح او ساتنې وسیله وګرځي.
رسول الله صلی الله علیه وسلم هم د خلکو له لارې څخه د زیان رسوونکي څيز لرې کول، د ایمان برخه او د خیر له عملونو څخه بللي دي. دا لارښوونه په خپله د دې څرګندونه کوي چې، د نورو تګ راتګ ته آسانتیا، د عامه لارو ساتنه او خلکو ته د زیان نه رسول د اسلامي اخلاقو برخه ده.
حتی د لارې په اړه د رسول الله مبارک ځانګړې لارښوونې شته. کله چې صحابهوو په لارو کې د ناستې په اړه پوښتنه وکړه، رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل چې، که د لارې له ناستې ډډه نه کوئ، نو د لارې حق ادا کړئ او د لارې له حقونو څخه یې د سترګو ټیټول، له زیان رسولو ډډه کول، سلام ته ځواب ویل او د نېکۍ امر کول یاد کړل. (صحیح البخاري، صحیح مسلم)
د پورته حدیث شریف مفهوم که د نن ورځې له ښاري ژوند سره وتړو، نو وینو چې د لارې حق یوازې د تګ راتګ موضوع نه ده، بلکې د متقابل درناوي، نه مزاحمت کول، زیان نه رسولو او د عامه حقونو د رعایت دود دی.
د ښاروالۍ او ښاري نظم اړیکه:
د ښاري نظم په رامنځته کولو کې د ښاروالۍ رول بنسټیز دی. ښاروالۍ د ښار د پراختیا، پاکوالي، عامه ځایونو، سړکونو، پليولارو، زرغونو سیمو او ګڼو نورو ښاري خدمتونو د تنظیم او مدیریت مسئولیت لري.
خو هېڅ ښاروالۍ، که هر څومره امکانات په واک کې هم ولري، یوازې د ادارې په هڅو یو ښار په بشپړ ډول تنظیم کولای نه شي.
د ښار نظم هغه وخت دوام پیدا کوي چې، اداره خپل مسئولیت په سمه توګه ترسره کړي او وګړي هم خپل مسئولیت وپېژني.
ښاروالۍ د ښاري نظم لپاره قانون او چوکاټ رامنځته کوي، خو د دې چوکاټ عملي کېدل د خلکو له مرستې پرته ناشونی دی. له همدې امله د ښاروالۍ او ښاریانو اړیکه باید یوازې د خدمت اخیستونکي او خدمت وړاندې کوونکي اړیکه نه وي، بلکې د یوې ګډې موخې لپاره دوه اړخیز مسئولیت وي.
د سنګاپور ښار چې د نړۍ له منظمو او پاکو ښارونو څخه دی، د دې خبرې ښه بېلګه ده چې، ښاري نظم یوازې د ښاروالۍ یا حکومت په هڅو نه رامنځته کېږي. په سنګاپور کې حکومت د پاکوالي، سړکونو، پليولارو، پارکونو او نورو عامه خدمتونو لپاره منظم سیستم، قانون او څارنه لري، خو له خلکو څخه هم تمه کېږي چې د عامه ځایونو ساتنه وکړي، کثافات ونه غورځوي او د ښار د پاکوالي او نظم په برخه کې خپل مسئولیت ادا کړي. د حکومت، خصوصي سکتور او خلکو ګډ کار د دې لامل شوی چې، سنګاپور د پاک او منظم ښار په توګه نړیوال شهرت پیدا کړي.
د سنګاپور د قانون څارونکې اداره اوس هم دا اصل تعقیبوي چې پاکوالی د ټولو ګډ مسئولیت دی. د ۲۰۲۶ کال د سپټمبر د میاشتې د سروې له مخې هم د حکومت د اقداماتو ترڅنګ، د خلکو او خصوصي سکتور مرسته د پاکوالي د ښه والي له مهمو عواملو څخه بلل شوې ده او لا یې خلک رعایتولو ته بلل شوي دي. قانون انسان دې ته اړ باسي چې، یو اصل رعایت کړي، خو کلتور انسان دې پایلې ته رسوي چې، هغه اصل په خپله خوښه رعایت کړي.
نو په پایله کې ویلای شو چې، د یو منظم او پاک ښار شتون زموږ د کلتور، هېوادنۍ مینې او وفادارۍ ثبوت وړاندې کوي. که چېرې په خپلو کړنو ښاري نظم رامنځته کړو، نو د یو پرمختللي ښار بنسټ به مو په خپلو لاسونو ایښی وي.
د پامیر له مقالو څخه؛ د کابل ښاروالۍ رسمي اوونیزه خپرونه


