
«ستاسو څخه غوره هغه څوک دی چې، اخلاق یې ښه وي. صحیح البخاري ۳۵۵۹»
✍️ آرش «ننګیال»
د هرې ادارې بریا، پرمختګ او ښه نوم تر ډېره د هغو کارکوونکو په کړنو، مسئولیت منلو او مسلکي اخلاقو ولاړ وي چې، خپلې دندې په اخلاص، صداقت او تعهد ترسره کوي. غوره مامور هغه دی چې، د خپلې دندې اهمیت وپېژني، د ادارې اصول او مقررات مراعات کړي، د خلکو خدمت خپل مسئولیت وبولي او د ادارې د موخو د پوره کېدو لپاره په رښتینولۍ او د مسئولیت په منلو سره کار وکړي. دا ډول کارکوونکی نه یوازې د ادارې د پرمختګ او بریالیتوب لامل کېږي، بلکې د همکارانو، مدیرانو او مراجعینو د باور او درناوي وړ هم ګرځي.
غوره کارکوونکی خپل کاري وخت ته ځانګړې پاملرنه کوي او تل هڅه کوي چې، پر وخت دندې ته حاضر شي، خپلې سپارل شوې دندې په ټاکلي وخت او لوړ کیفیت ترسره او له بې ځایه ځنډ، بې پروایۍ او غفلت څخه ډډه وکړي. هغه پوهېږي چې وخت د ادارې لپاره لکه سره زر ارزښت لري. د وخت پابندي نه یوازې د شخصي نظم نښه ده، بلکې د نورو د وخت درناوی هم څرګندوي. هغه د خپلو ورځنیو چارو لپاره پـلان جـوړوي، لومړیتوبونه ټاکي او خپلې دندې په منظم ډول پرمخ وړي.
روحالله حسینی او محمد مهدی پرهیزگار په خپل کتاب (اخلاق حرفهای در مدیریت با رویکرد اسلامی) کې وايي:
د یوه غوره کارکوونکي له مهمو ځانګړنو څخه یو هم ښه اخلاق او مناسب چلند دی. هغه له مدیرانو، همکارانو او مراجعینو سره په ادب، درناوي، نرمۍ او زغم چلند کوي. د خبرو پر مهال له مناسبو الفاظو څخه کار اخلي، د نورو خبرو ته په دقت غوږ نیسي او د بې ځایه او لفظي شخړو څخه ځان ساتي. همدارنګه، د همکارانو شخصیت ته درناوی لري، د هغوی بریالیتوبونه ستایي او د اړتیا پر مهال ورسره مرسته او همکاري کوي. دا ډول چلند د ادارې په چاپېریال کې د باور، همکارۍ او متقابل درناوي فضاء رامنځته کوي.
غوره کارکوونکی د ګډ کار په ارزښت باور لري او پوهېږي چې، د ادارې موخې یوازې د یو کس په هڅو او منډو نه ترلاسه کېږي( په یو ګل نه پسرلی کېږي) هغه د ټیم د غړي په توګه له نورو سره صادقانه مرسته کوي، خپلې تجربې او معلومات له همکارانو سره شریکوي او د ادارې د پرمختګ لپاره رغنده نظریات وړاندې کوي. که کوم همکار ستونزه ولري، د مرستې لاس ور غځوي او د ګډو موخو د ترلاسه کولو لپاره په اخلاص او صداقت کار کوي. سربېره پر دې، له غیبت، د دروغو د خپرولو، بې ځایه نیوکو او هر هغه عمل څخه ځان ساتي چې، د ادارې چاپېریال ته زیان رسوي.
د تهران پوهنتون استـاد، ډاکټر احد فرامرز قراملکی په خپل کتاب (اخلاق حرفهای) کې وايی چې، امانتداري او صداقت د یوه غوره کارکوونکي اساسي ځانګړنې دي. هغه د ادارې شتمني، سندونه او محرم معلومات د امانت په توګه ساتي او هېڅکله یې د شخصي ګټو لپاره نه کاروي. د خپلو کړنو مسئولیت اخلي او که کومه تېروتنه ترې وشي، په زړورتیا یې مني، د اصلاح لپاره یې هڅه کوي او له تېرې تېروتنې څخه تجربه اخلي. هغه باور لري چې صداقت د بریالیتوب او د خلکو د باور د ترلاسه کولو تړ ټولو مهم اصل دی.
غوره کارکوونکی تل د زده کړې او پرمختګ هڅه کوي، هغه خپلې مسلکي وړتیاوې لوړوي، له نویو علمي او تخنیکي بدلونونو ځان خبروي او د خپلو مهارتونو د پیاوړتیا لپاره روزنیزو برنامو او د خپل مسلک مطالعاتو ته اهمیت ورکوي. مثبت فکر لري، ستونزې د پرمختګ فرصتونه ګڼي او د ادارې د چارو د ښه والي لپاره نوښتګرې او مناسبې حل لارې وړاندې کوي.
د مراجعینو درناوی د غوره کارکوونکي د شخصیت بله مهمه ځانګړنه ده. هغه ټولو مراجعینو ته په درنه سترګه ګوري، د هغوی خبرې په حوصلې سره اوري، قانوني غوښتنو ته یې په شفاف، عادلانه او چټک ډول رسېدنه کوي او هېڅ ډول تبعیض نه کوي،ځکه هغه پوهېږي چې د ادارې اعتبار د مراجعینو له رضایت سره مستقیمه اړیکه لري.
که د یوې ادارې ټول کارکوونکي دغه ارزښتونه په عملي توګه مراعات کړي، اداره به د اغېزمنتیا، شفافیت، نظم او پرمختګ یوه بریالۍ بېلګه وګرځي او د ټولنې باور به هم ترلاسه کړي.
«غوره اخلاق، غوره خدمت او متقابل درناوی، د بریالۍ ادارې بنسټ جوړوي»
د پامیر له مقالو څخه؛ د کابل ښاروالۍ رسمي اوونیزه خپرونه


