سرلیکنه

د یوه ښار حقیقي پرمختګ هغه مهال شونی دی چې، د ښاري ادارو خدمتونه د خلکو له مسئولانه چلند، قانونپالنې او ګډې همکارۍ سره مل شي. کابل هم د همدې ګډ مسئولیت په رڼا کې کولای شي د یوه منظم، پاک، ښکلي او د اوسېدنې وړ ښار په توګه لا نور پرمختګ وکړي.
کابل ښاروالۍ د ښاریانو د اړتیاوو د پوره کولو او د ښاري ژوند د آسانتیا لپاره د ښار د پاکوالي، د سړکونو جوړولو، زرغونو سیمو، عامه ځایونو، تنظیف، ښاري نظم او نورو برخو کې د چوپړتیاوو د وړاندې کولو مسئولیت لري. د دې ادارې هره هڅه، که د یوه سړک د جوړېدو په بڼه وي، که د یوې سیمې د پاکوالي، د زرغونو سیمو د پراختیا او یا د ښاري نظم د ټینګښت لپاره وي، په پای کې د کابل د اوسېدونکو د ژوند له کیفیت سره نېغ په نېغه اړیکه لري. له همدې امله، کابل ښاروالۍ له ښاریانو څخه خپلې غوښتنې لري، هغه غوښتنې چې په ښکاره ساده، خو د ښار د راتلونکي لپاره خورا مهمې دي.
په ټاکلو ځایونو کې د کثافاتو اچول، له پلیو او عامه لارو سمه ګټه اخیستنه، د زرغونو سیمو او ونو ساتنه، د عامه ځایونو له زیانمنولو ډډه کول، د ښاري اصولو په پام کې نیول، د عامه شتمنیو ساتنه او له اړوندو ادارو سره همکاري، هغه مسئولیتونه دي چې، د کابل ښار د هر اوسېدونکي له ورځني ژوند سره تړاو لري.
کابل نن د پراختیا او بدلون په یوه مهم پړاو کې دی، د ښار د سړکونو پراختیا، د عامه ځایونو سمون، د زرغونو سیمو ساتنه، د تنظیفي چوپړتیاوو پراختیا او د ښاري نظم ټینګښت، هغه چارې دي چې د خلکو د ژوند له ورځنیو اړتیاوو سره مستقیمه اړیکه لري. خو د دغو ټولو هڅو دوام او اغېز هغه مهال تضمینېدای شي چې، ښاریان هم ځانونه په دې بهیر کې شریک وبولي، نه یوازې د خدمتونو ترلاسه کوونکي.
د کابل ښار ښکلا او نظم باید د یوه لنډمهاله کمپاین په توګه ونه ګڼل شي، بلکې دا باید په ښاري کلتور بدل شي. هره ونه چې ساتل کېږي، هره کوڅه چې پاکېږي، هره عامه شتمني چې له زیان څخه ژغورل کېږي او هر قانون چې رعایتېږي، د کابل د راتلونکي په جوړولو کې یو ګام دی.
کابل د ټولو ګډ کور دی، د دې ښار پاکوالی د یوه کس، یوې ادارې یا یوې سیمې مسئولیت نه دی.
که ښاروالۍ خپلې چارې په مسئولانه توګه ترسره کړي او ښاریان هم د خپلو مسئولیتونو په ادا کولو کې جدي و اوسي، د ښار د هرې برخې د مثبت بدلون لپاره به زمینه برابره شي.
د کابل د راتلونکي انځور یوازې په لویو پروژو نه رسمېږي، بلکې د هرې کوڅې په پاکوالي، د هرې ونې په زرغونیتا، د هرې پلې لارې په خلاصون او د هر وګړي په مسئولانه چلند کې جوړېږي.
ښاروالۍ خدمت کوي، خو د ښار د ښکلا، نظم او آبادۍ بشپړ انځور هغه مهال رامنځته کېږي چې، ښاريان هم د دغو چوپړتیاوو ساتونکي و اوسي او هم د ښار په جوړونه کې فعاله ونډه واخلي.
د پامیر له مقالو څخه؛ د کابل ښاروالۍ رسمي اوونیزه خپرونه


