
✍️ زیدالله«ناصري»
ښارونه د هېوادونو د اقتصادي، ټولنیز او کلتوري پرمختګ مهم مرکزونه دي. د ښار د نفوس له زیاتېدو سره د خلکو اړتیاوې هم پراخېږي او د ترانسپورت، سړکونو، اوبو، برېښنا، عامه خدمتونو، پارکونو او نورو بنسټیزو آسانتیاوو اړتیا لا ډېره محسوسېږي. له همدې امله رغنیزې پروژې د ښاري ژوند د ښه والي او د خلکو د هوساینې لپاره ځانګړی اهمیت لري.
هره رغنیزه پروژه، که هغه د سړکونو، پلونو، د اوبو رسولو شبکو، د کانالونو او یا هم د پارکونو او نورو عامه ځایونو جوړول وي، د یوې مهمې ښاري ستونزې د حل لپاره اغېزناک ګام بلل کېږي. کله چې یوه پروژه په معیاري ډول بشپړېږي، د خلکو د ورځني ژوند ګڼې ستونزې ورسره کمې او د ښاریانو لپاره یو سالم ښاري چاپېریال رامنځته کېږي.
له همدې امله رغنیزې پروژې د یوه ښار د پرمختګ اساسي برخه ګڼل کېږي. هره پروژه، که هغه کوچنۍ وي او که لویه، د خلکو د یوې اړتیا د پوره کولو او یا د یوې ستونزې د حل لپاره طرحه کېږي. د یوې پروژې په بشپړېدو سره ممکن د خلکو د تګ راتګ ستونزه کمه، ترافیکي بهیر تنظیم، د اوبو رسولو آسانتیاوې رامنځته او یا هم خلکو ته د تفریح کولو مناسب ځایونه برابر شي.
په ښارونو کې د خلکو یوه مهمه ستونزه ترافیکي ګڼه ګوڼه او د تګ راتګ محدودیتونه دي. د نفوس له زیاتېدو سره د وسایطو شمېر هم ډېرېږي او که چېرې د سړکونو شبکه د ښار له اړتیاوو سره برابره نه وي، نو په دې صورت کې د ترافیکي ګڼې ګوڼې ستونزه رامنځته کېږي. د نویو سړکونو او هوایي پلونو جوړول، د پخوانیو سړکونو پراخول، د څلورلارو اصلاح، د پليولارو جوړول او د ترافیکي بهیر تنظیم، هغه کړنې دي چې د تګ راتګ په آسانتیا کې مهم رول لري.
کله چې یو سړک په معیاري ډول جوړ شي، د سیمې اوسېدونکو ته یوازې د تګ راتګ آسانتیا نه برابروي، بلکې د سیمې اقتصادي فعالیتونه هم ورسره پراخېږي. سوداګر کولی شي خپل توکي په آسانۍ سره ولېږدوي، خلک په لنډ وخت کې خپلو دندو ته رسېږي او د ښار له یوې برخې څخه بلې برخې ته د تګ راتګ وخت هم راکمېږي.
لوی او کوچني پلونه هم د ښارونو او سیمو ترمنځ د اړیکو په ټینګښت کې ځانګړی اهمیت لري. په هغو سیمو کې چې ویالې، سیندونه، کانالونه یا نور ترافیکي خنډونه موجود وي، د مناسب پله نشتوالی د خلکو د تګ راتګ پر وړاندې جدي ستونزې رامنځته کوي، چې د یوه معیاري پله په جوړېدو سره هغه سیمې چې پخوا یې له یو بل سره محدودې اړیکې لرلې، په آسانۍ سره نښلول کېږي او تر څنګ یې ترافیکي ستونزې هم کمېږي.
پلونه یوازې د وسایطو د تګ راتګ لپاره نه دي، بلکې د خلکو، سوداګرۍ، خدمتونو او اقتصادي فعالیتونو د نښلولو وسیله هم ده. د یوه مهم پله په بشپړېدو سره د سیمې اوسېدونکي کولای شي روغتیايي مرکـزونو، ښوونځیو، بازارونو او نورو چوپړتیاوو ته په آسانه توګه لاسرسی پیدا کړي.
بل دا چې، رغنیزې پروژې یوازې د سړکونو، پلونو او د ودانیو په جوړولو پورې محدودې نه دي، پارکونه، زرغونې سیمې، پلې لارې، تفریحي ځایونه او د ښار د ښکلا نورې پروژې هم د ښاري پرمختګ مهمې برخې دي. زرغونې سیمې د ښار ښکلا زیاتوي او خلکو ته د تفریح کولو لپاره مناسب ځایونه برابروي.
یو منظم او پاک ښار د اوسېدونکو پر روحي او ټولنیز ژوند هم مثبت اغېز لري.
کله چې خلک د خپلې سیمې په کوڅو او عامه ځایونو کې پاک، منظم او زرغون چاپېریال وویني، د خپل ښار او سیمې د ساتنې احساس یې هم پیاوړی کېږي.
له بل اړخه رغنیزې پروژې د اقتصادي پرمختګ لپاره هم مهمې دي. د یوه نوي سړک یا پله په جوړېدو سره هغه سیمې چې، پخوا ورته تګ راتګ ستونزمن ؤ، له بازارونو او سوداګریزو مرکزونو سره نښلول کېږي.
دا چاره د سوداګرو، تولیدوونکو، بزګرانو او مصرفوونکو ترمنځ اړیکې آسانه کوي.
تر ټولو مهمه خبره دا ده چې، د پروژو د پلې کېدو پر مهال ګڼو خلکو ته د کار زمینه برابرېږي. کارګرانو، انجنیرانو، موټرچلوونکو، د ودانیزو توکو پلورونکو او نور مسلکي او غیرمسلکي کسانو ته په بېلابېلو برخو کې کاري فرصتونه رامنځته کېږي. له همدې امله رغنیزې پروژې په مستقیم او غیرمستقیم ډول د اقتصادي فعالیتونو په پیاوړتیا کې مهمه ونډه لري.
د ښار د پرمختګ یوه مهمه ځانګړنه دا ده چې، خلک باید ښوونځیو، روغتیايي مرکزونو، بازارونو او نورو عامه خدمتونو ته مناسب لاسرسی ولري. کله چې د یوې سیمې لارې او زیربناوې کمزورې وي، د عامه خدمتونو ترلاسه کول هم ستونزمن کېږي.
د سړکونو، پلونو او نورو تأسیساتو په جوړېدو سره د ښار بېلابېلې سیمې له یو بل سره نښلول کېږي او خلک کولای شي په آسانه توګه خپلو اړینو خدمتونو ته ورسېږي.
په ځانګړې توګه د ښار په لرې پرتو سیمو کې د زیربناوو پراختیا د خلکو د ژوند د شرایطو په ښه والي کې مهم رول لري.
که څه هم د رغنیزو پروژو بشپړېدل مهم دي، خو تر دې هم مهمه دا ده چې، پروژه باید په معیاري او مسلکي توګه پلې شي. هغه پروژه چې د کیفیت له اصولو پرته ترسره شي، دا امکان شته چې، له بشپړېدو وروسته بیارغولو ته اړتیا پیدا کړي.
دا کار نه یوازې د عامه امکاناتو د ضایع کېدو لامل کېږي، بلکې د خلکو پر باور هم اغېز کوي.
د ښاري پروژو بریالیتوب یوازې د ادارو او قراردادیانو په کار پورې تړلی نه دی، بلکې د خلکو مرسته او همکاري هم د پروژو په ساتنه او دوام کې اهمیت لري. که پارکونه، هوایي پلونه، پليلارې، سړکونه او نور عامه تأسیسات جوړ شي، خو خلک یې په ساتنه کې ونډه وانخلي، نو د ترسره شویو پروژو عمر لنډېدای شي.
که نن د ښار د راتلونکي نسل اړتیاوې په پام کې ونیول شي، سبا به د ګڼو ستونزو د رامنځته کېدو شاهدان و نه اوسو. برعکس، که رغنیزې چارې یوازې د لنډمهالو اړتیاوو پر بنسټ ترسره شي، ښايي له څو کلونو وروسته بیا د ورته ستونزو د حل لپاره د ډېرو امکاناتو لګولو ته اړتیا پیدا شي.
د یوه پرمختللي، منظم، پاک او د خلکو لپاره د هوساینې وړ ښار جوړول، د دوامدارو او معیاري رغنیزو پروژو دپلي کېدوغوښتنه کوي. هره بشپړه شوې پروژه د ښار د پرمختګ په نقشه کې یو نوی ګام دی او هر نوی ګام د دې لامل کېږي چې، ښاري ستونزې لږې، اسانتیاوې ډېرې او د خلکو د ژوند کیفیت لا ښه شي. له همدې امله د رغنیزو پروژو ملاتړ، د هغوی پر کیفیت څارنه او د عامه تأسیساتو ساتنه، د یوه آباد او هوسا ښار د جوړېدو لپاره ګډ مسئولیت ګڼل کېږي. دا ټول هغه څه دي چې، د وروستیو څه باندې پنځو کلونو په لړ کې د کابل ښار د پرمختګ، آبادۍ او د خلکو د هوساینې په موخه، د کابل ښاروالۍ له خوا ترسره شوي او یا هم د ترسره کېدو په حال کې دي.
اوس اړینه ده چې، خلک د عامه شتمنیو ساتنه خپل ګډ مسئولیت وبولي، ځکه د سړکونو، پارکونو، ونو، عامه تأسیساتو او نورو جوړښتونو ساتنه د ټولو ګډه دنده او ګډ مسئولیت دی.
د پامیر له مقالو څخه؛ د کابل ښاروالي رسمي اوونیزه خپرونه


