د کابل د هوا وضعیت

الوتني

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

یوه اندازه تاریخ تېر او پاتې شوي خواړه راټول او له منځه یووړل شول

13 میزان 1398

د تېرې پنجشنبې په ورځ د کابل ښاروالۍ د ښاري خدمتونو او چاپېریال ساتنې مرستیال ډاکټر مهتاب عالمي په مشرۍ یوه اندازه تاریخ تېر خوراکي مواد، پاتې شوي خواړه او فاسدې شوې غوښې د پل خشتي ساحې له بازاره راټول او له ښاره بهر په ګزک ساحه کې له منځه یووړل شول. د کابل ښاروالۍ د ښاري خدمتونو مرستیال په دې اړه څرګنده کړه، چې دغه پروسه د چاپېریالي روغتیا ساتنې له لارې د ښاریانو د روغتیا په موخه دوام لري او لازمه ده چې ګران ښاریان د خوارکي موادو د پېرلو پر مهال د هغو تاریخ او کیفیت ته پاملرنه وکړي.