د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.24 ق-ظ
لمر راختل 5.56 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:15 ب-ظ
د ماښام آذان 6.11 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:32 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.85 افغانی
1 یورو 80.00 افغانی
1 درهم 19.60 افغانی
1 تومان 0.840 افغانی
1 کلدار 252 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د هوايي ډګر د لودیځ سړک د نښلوونکي پله کار بشپړ او د ترافیکو پر مخ پرانیستل شو

15 میزان 1398

په پنځلسمه ناحیه کې د کورنیو چارو وزارت تر څنګ د هوايي ډګر د لودیځ سړک د نښلوونکي پله کار، چې د سلطان محمود غزنوي او عبدالقادر بېدل اصلي سړکونه سره نښلوي، بشپړ او د ترافیکو پر مخ پرانیستل شو.  دغه پل مخکې په ابتدايي بڼه په پنځه متره سور پر وزیرآباد کانال جوړ شوی و، چې تل د ترافیکو د بندېدو لامل کېده او په وروستیو کې کابل ښاروالۍ د وزیرآباد کانال د کار په پرمختګ د دغه پله سور په اساسي ډول تر ۱۲ متره پراخ کړ او یو متر پلې لار یې هم په پام کې ورته نیولې، ترڅو د وسایطو او د پلو کسانو د تګ راتګ ستونزې حل شي.  له دغه پله څخه ګټې اخیستنې د ترافیکو د جریان پر تنظیم او د اړوندو ساحو پر تړښت سربېره ځايي اوسېدونکو او ګاونډیو ساحو ته د چاپېریال ساتنې زیاتې اسانتیاوې چمتو کړې دي.