الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 64.55 افغانی
1 یورو 74.51 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.0009 افغانی
1 کلدار 0.2328 افغانی
1 هندی 0.75 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د موبائیل کارونه او د ترافیکي پېښو پټ ګواښونه

✍🏻ابویاسر «پښتون»

د موټر چلولو پرمهال ټیلیفوني اړیکې (موبایل کارول) هغه غیرقانوني عمل دی چې، د چلوونکو، سپرلیو او پلیو خلکو ژوند له ګواښ سره مخ کوي. کله چې یو څوک د موټر چلولو پر مهال په موبائیل کې خبرې کوي، پیغام لیکي یا خواله رسنۍ ګوري، د هغه پام له سړک څخه اوړي چې دا چاره د ناوړه ترافیکي پېښو لامل ګرځي.
د ترافیکي پیښو ډېره کچه په هغو هېوادونو کې رامنځته کېږي کوم چې، د یو منظم ترانسپورتي سیستم درلودونکی نه وي.
له بده مرغه افغانستان هم یو له هغو هېوادونو څخه دی، چې لا هم له یو منظم ترانسپورتي سیستم څخه برخمن نه دی. که څه هم چې په دې برخه کې کارونه ترسره شوي دي، خو لا ډېر کار ته اړتیا ده څو په راتلونکي کې د ترافیکي ناوړه پېښو د رامنځته کېدو مخنیوی وشي.
له نېکه‌مرغه په دې وروستیو کې د افغانستان اسـلامي امـارت د مشرتابه د یو ځانګړي حکم له مخې د ترافیکي پېښو د عاملینو د قضیو د څېړنې او محکمو ته د هغوی د معرفي کولو په اړه یو پنځه ماده‌ییز حکم صادر شوی چې، د کورنیو چارو وزارت، د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت، محکمې او نورې اړونده ادارې یې عملي کولو ته رابللې چې مواد یې په لاندې ډول دي:
لومړۍ ماده: د کورنیو چارو وزارت مکلف شوی چې، د لویو لارو د ترافیکي پېښو عاملان ونیسي او اړونده محکمې ته یې وسپاري.
دویمه ماده: د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت مکلف شوی چې، له کورنیو چارو وزارت سره د عاملانو په پېژندلو، نیولو، د معلوماتو او اسنادو په راټولولو او محکمې ته د هغوی په سپارلو کې بشپړه همکاري وکړي.
درېیمه ماده: د محاکمو لپاره مهم حکمونه لري:
۱- د دغو ترافیکي پېښو په اړه دې د مرکزي دارالافتاء د ۲۴۲ شمېرې فتوا، د ۱۴۳۸ هـ.ق. د ۶/۲۵ نېټې مطابق اجراآت وشي.
۲- د قربانیانو د صغیرو او غایبو وارثانو ټول حقوق دې له مسئول شخص یا اشخاصو څخه ترلاسه او دحق ‌خاوندانو ته دې وسپارل شي.
۳- دې قضیو ته دې د نورو قضیو په نسبت لومړیتوب ورکړل شي او د ثبت، تحقیق، محاکمې او پرېکړې چارې دې چټکې شي.
۴- د دې قضیو د ثبت او قضايي رسېدنې ته دې د عادي صورت دعوا او دفع دعوا جوړول او وړاندې کول اړین نه دي، محکمه کولای شي د یادې فتوا او اړوندو شرعي اصولو له مخې اجراآت وکړي.
څلورمه ماده: د کورنیو چارو وزارت، د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت، محکمې او نورې اړوندې ادارې د حکم د بشپړ تطبیق مسئولیت په غاړه لري.
پنځمه ماده: حکم د صادرېدو له نېټې څخه واجب‌الاجرا بلل شوی او د رسمي جریدې د خپرېدو حکم هم پکې شوی دی.
په هره ټولنه کې چې انسان ژوند کوي، هغه ټولنه له جرم څخه خالي نه ده او دا هم یو منل شوی حقیقت دی چې، په ټولنه کې د بېلابېلو فکرونو او نظرونو لرونکي خلک ژوند کوي. ځینې کسان قانون ته درناوی لري، ځینې یې په نسبي بڼه مني او ځینې بیا د هېڅ ډول قانون او مقرراتو خیال نه ساتي او پروا یې نلري چې، ډیری جرمونه د دغو وروستیو خلکو له خوا ترسره کېږي. دا ډول خلک هم خپل او هم د نورو ژوند ته ګواښ جوړېږي.
هغه ډله خلک چې، قانون ته درناوی لري او په خپل ژوند کې یې عملي کوي، ډېر کم له ناوړه پېښو سره مخ کېږي، دغه ډول غیر شعوري او غیر ارادي کړنې ممکن له هرچا څخه ترسره شي، ځکه انسان سره سهوه او خطا ملګرې وي. خو د دې برعکس، هغه ډله خلک چې په نسبي ډول د قانون منلو ته غاړه ږدي، دوی د لومړۍ ډلې خلکو په نسبت ډېرې سرغړونې ترسره کوي، چې دا ډول خلک یا خو د خپلو لنډ مهاله ګټو لپاره د یو ناوړه عمل د ترسره کېدو لامل کېږي او یا هم د خپلو احساساتو او خواهشاتو د نه کابو کولو په صورت کې له ناوړه پېښو سره مخ کېږي او دغه ډله خلک ډیری ځوانان دي.
په هر حال، ترافیکي پیښې چې ځیني یې د بې احتیاطۍ له امله رامنځته کېږي، جرم ګڼل کېږي او دغه عمل ته د رسېدنې بڼه په هر هېواد کې توپیر لري. د روغتیا نړیوال سازمان د (20 July 2026) د راپور له مخې، هغه موټرچلوونکي چې د موټر چلولو پر مهال موبائیل کاروي، د هغو چلوونکو په پرتله چې، د موټر چلولو پرمهال موبائیل نه کاروي، شاوخوا ۴ ځله ډېر د ترافیکي پېښې له ګواښ سره مخ دي.
په متحده ایالاتو کې، NHTSA راپور ورکوي چې، په ۲۰۲۴ کال کې ۳۲۰۸ کسان د بې احتیاطۍ له امله په ترافیکي پېښو کې مړه شوي چې، د مبائیل کارول پکې تر ټولو مهم رول لري.
د نړۍ په کچه د موبائیل له امله د پېښو د کره شمېرې په ډاګه کول ستونزمن کار دی، ځکه چلوونکي ډېری وخت د پېښې له رامنځته کېدو وروسته نه مني چې موبائیل یې کارولی دی.
د موټر چلولو پر مهال موبائیل کارول نه یوازې د چلوونکي، بلکې د مسافرو، پلیو کسانو او نورو موټرچلوونکو ژوند هم له جدي ګواښ سره مخ کوي. د خوندي موټر چلولو تر ټولو غوره لاره دا ده چې، د موټر له حرکت وړاندې موبایل بند کړئ، څو مو د موټر چلولو پر مهال ذهن آرامه او خپل مزل ته ځیر اوسئ.