
✍🏻 آرش «ننګیال»
په اوسنۍ پرمختللې نړۍ کې معلومات د پخوا په پرتله په ډېرې آسانۍ، په لږ وخت او لږ زحمت ترلاسه کېدلی شي. یو ماشوم یا تنکی ځوان کولای شي د موبائیل، کمپیوټر او انټرنېټ له لارې په څو ثانیو او دقیقو کې هغه معلومات پیدا کړي چې، پخوا به ورته د ګڼو کتابونو او نورو منابعو د لټولو اړتیا وه.
ټولنیزې رسنۍ، ویډیوګانې، ویب پاڼې او اوس مهال مصنوعي ځیرکتیا د ماشومانو د زده کړې نړۍ ډېره پراخه کړې ده. خو له دې پراخوالي سره یوه مهمه پوښتنه هم را پیدا شوې ده او هغه دا چې، ایا ماشوم یوازې د معلوماتو ترلاسه کولو ته اړتیا لري، که باید په معلوماتو د پوهېدو، ارزونې او تحلیل وړتیا هم ولري…؟
معلومات هغه څه دي چې ماشوم یې اوري، لولي او ویني، خو پوهه هغه وخت ترلاسه کېږي چې ماشوم یا تنکی ځوان پر دغو معلوماتو فکر او عمل وکړي، معلومات درک کړي، له خپلو پخوانیو معلوماتو او تجربو سره تړاو ورکړي او په عملي ژوند کې ترې ګټه واخلي. له دې هم مهم پړاو انتقادي فکر دی، یعنې ماشوم باید وکولای شي پوښتنه وکړي چې دا خبره ولې سمه ده، سرچینه یې کومه ده، شواهد یې کوم دي او ایا نور نظرونه هم شته کنه…؟
آیا تاسو خپلو ماشومانو ته اجازه ورکوئ چې پوښتنې وکړئ…؟
په تېرو وختونو کې یوه لویه ستونزه دا وه چې، معلومات کم وو. ښه مې په یاد دي چې په ( ۲۰۰۴) میلادي کال کې مو د ماشومانو لپاره ښوونیزې راډیویي خپرونې جوړولې. هغه مهال په ټول کابل کې د ماشومانو د روزنې او ارواپوهنې په برخه کې د مسلکي کسانو موندل، د څېړنې او تحقیق لپاره د علمي کتابونو او باوري سرچینو پیدا کول، خورا ستونزمن کار ؤ. موږ اړ وو چې له هماغو محدودو امکاناتو سره ماشومانو ته ګټور او ښوونیز مطالب وړاندې کړو. خو نن ورځ ستونزه تر ډېره بدله شوې ده، معلومات کم نه دي، بلکې ډېر دي او دغه ډېروالي یو لړ ستونزې را پیدا کړي دي. په اوسنۍ پرمختللې نړۍ کې ماشوم په یوه ورځ کې لسګونه ویډیوګانې لیدلای شي، سلګونه پوسټونه لوستلای شي او د بېلابېلو موضوعاتو په اړه سلګونه پاڼې موندلای شي، خو د دې ټولو معلوماتو ترمنځ د سم، ناسم، کره، ناکره، علمي او تبلیغاتي منځ پانګې توپیر کول آسانه کار نه دی، په ځانګړې توګه تنکیو ځوانانو او ماشومانو ته.
د یونیسکو د ( ۲۰۲۱ )کال په تعلیمي او سواد اړوند موادو کې پر انتقادي فکر او د معلوماتو د ارزونې پر ارزښت ټینګار شوی دی چې، د معاصرې زدهکړې له مهمو موخو څخه دا دي، چې ماشوم ته یوازې معلومات ور نه کړل شي، بلکې وروښودل شي چې څنګه فکر وکړي او معلومات په څه ډول و ارزوي. ماشوم باید وروزل شي او پوه شي چې، کله په انټرنېټ کې یوه خبره ویني، سمدستي پرې باور ونه کړي، بلکې له ځانه وپوښتي چې، دا معلومات له کومې سرچینې څخه اخیستل شوي دي؟ سرچینه څومره باوري ده؟ آیا د دې خبرې لپاره کره شواهد شته؟ آیا نورې معتبرې سرچینې هم همدا خبره کوي؟ دا علمي حقیقت دی، شخصي نظر دی که تبلیغ؟
یوه ورځ زما د دوو ملګرو ترمنځ پر دې خبره اوږد بحث وشو چې، کله ګوش د لغمان که د نورستان ولایت سیمه ده؟ له یوه ملګري سره د مصنوعي ځیرکتیا معلومات په لاس کې وو او له بل سره د ګوګل. بحث ځکه رامنځته شو چې، مصنوعي ځیرکتیا ناسم معلومات ورکړي وو. نو پوښتنې په ماشومانو او تنکیو ځوانانو کې انتقادي فکر روزي او تر پخوا یې ډېر متوجه کوي. کله چې د ځوانانو، ماشومانو، موبائیل، انټرنېټ یا مصنوعي ځیرکتیا خبره کېږي، باید له دې خبرې څخه ډډه وکړو چې، ټکنالوژي د ماشوم لپاره بده ده، ځکه چې علمي شخصیتونه او څېړنې داسې ساده او احساساتي حکم نه کوي.
د یونسکو د ( ۲۰۲۳) کال د (Global Education Monitoring )راپور ټینګار کوي چې، ټکنالوژي د زده کړې لپاره مهم فرصتونه برابرولای شي، خو باید د زده کوونکو د اړتیاوو له مخې او په مناسب وخت کې باید وکارول شي او د ښوونکي او زده کوونکي ترمنځ د انساني تعامل ځای ونه نیسي. وايي: (مصنوعي پښه د اصلي او میره د مور ځای نه شي نیولی)
موږ ته پکار نه ده چې خپل تنکي ځوانان د موبائیل، انټرنېټ او مصنوعي ځیرکتیا له کارولو څخه منع کړو، موږ باید خپلو اولادونو ته له دغو وسایلو نه د سمې کارونې یا هوښیارې کارونې چل ور زده کړو او دا هم باید وکتل شي چې، ماشوم څه شی ګوري، ولې یې ګوري، څنګه یې کاروي او له استعمال وروسته یې په فکر او چلند کې څه بدلون راځي…؟
د ماشوم لومړنی ښوونځی کور دی او لومړني ښوونکې یې مېندې پلرونه دي. که مور او پلار ماشوم ته اجازه ورکړي چې پوښتنې وکړي، خپل نظر په ډاډه زړه او پرته له وېرې بیان کړي او حتی د مور، پلار، ورور یا هم ښوونکي له نظر سره په دلیل او منطق بحث او اختلاف وکړي، له دې سره ماشوم د فکر کولو جرأت زده کوي. خو که ماشوم ته تل وویل شي چې: (غلی شه کم عقله! ته په څه پوهېږئ! ته اوس دومره شوې چې له مانه پوښتنې کوې…؟)
له دا ډول سلوک سره، ممکن ماشوم د معلوماتو د منلو عادت پیدا کړي، نه د معلوماتو د ارزونې.
له همدې امله مور او پلار باید ماشوم ته د (ولې؟) اجازه او جرأت ورکړي.
مصنوعي ځیرکتیا د ماشومانو د زده کړې لپاره یوه نوې او مهمه وسیله ده. ماشوم کولی شي له مصنوعي ځیرکتیا څخه د یوې ستونزمنې موضوع د ساده تشریح، د ژبې د تمرین، د پوښتنو ، د جوړولو او د بېلابېلو نظریاتو د پرتله کولو لپاره ګټه واخلي. خو که ماشوم هر ځل خپله کورنۍ دنده مصنوعي ځیرکتیا ته وسپاري او ځواب یې پرته له پوهېدو کاپي کړي، نو د زده کړې یوه مهمه برخه له منځه ځي او له ماشوم څخه ربوټ جوړېږي. د مصنوعي ځیرکتیا په عصر کې ماشوم باید داسې وروزل شي چې، له مصنوعي ځیرکتیا څخه یوازې ځواب وانه خلي، بلکې له هغه څخه پوښتنه، پرتله، تحلیل او تحقیق هم زده کړي. د نن ورځې ماشوم ته تر ټولو مهمه روزنه ښايي دا وي چې، هغه د معلوماتو له ساده مصرفوونکي څخه د معلوماتو په شنونکي بدل شي. معلومات ترلاسه کول آسانه دي،خو معلومات ارزول،مهارت، پوهه او قابلیت غواړي. نو د ماشوم د روزنې موخه باید د معلوماتو زیاتول نه، بلکې د فکر ظرفیت زیاتول وي. ګنې (ګوګل) له معلوماتو ډک دی…
د معلوماتو په عصر کې د ماشوم د روزنې تر ټولو لویه ننګونه دا نه ده چې ماشوم ته معلومات ورسېږي، معلومات خو په بېساري ډول ډېر شوي دي. اصلي ننګونه دا ده چې، ماشوم له معلوماتو څخه پوهه، له پوهې څخه تحلیل او له تحلیل څخه غوره تصمیم جوړ کړای شي. ماشوم ته یوازې معلومات مه ورکوئ، د معلوماتو د ارزونې او د فکر کولو هنر هم ور زده کړئ،ځکه معلومات د هر چا لاس ته رسېږي، خو سنجول شوی فکر، غوره تحلیل او د حقیقت پېژندلو وړتیا روزنې ته اړتیا لري.
پامیر؛ هفتهنامه رسمی نشرات شاروالی کابل


