پرون د روان کال د میزان په ۱۶مه د کابل ښاروالۍ مالي او اداري مرستیال سیدالرحمن جلال د سپاهي ګمنام چوک د شاوخوا ښاري بې نظمیو د له منځه وړلو د مراقبت په یوه نظارت کې د دغو ساحو د ښکلي کولو پر عملي کارونو ټينګار وکړ. نوموړي په دې هکله وویل: کابل ښاروالي د ښار د ښکلا، ښاري نظم او د هټۍ والو او کراچۍ چلوونکو د فعالیت د خوندیتوب او همدارنګه ښاریاتو ته د اسانتیاوو په تېره بیا د تګ و راتګ په برخه کې په دغه ساحه کې ګڼ پروګرامونه لري، چې یو په بل پسې به پلي او عملي شي. ده زیاته کړه چې یو شمېر هټۍ وال ښاري ارزښتونو او قوانینو ته پام نه کوي او تل یې ښاري نظم ته زیان رسولی، پلې لارې یې بندې کړې دي، چې خورا ستره ښاري سرغړونه بلل کېږي. له دې امله مو د یوه عملیاتي نظارت په ترڅ کې د نظم د رامنځته کولو اقدام کړی او په نني نظارت کې لارښونه وشوه، ترڅو مسوولان د ښاري معیارونو او مقرراتو مطابق د سنجوول شوو پروګرامونو او پلانونو په عملي کولو کې هڅه وکړي.
د سپاهي ګمنام چوک د شاوخوا ښاري بې نظمیو د له منځه وړلو نظارت
18 میزان 1398