د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.24 ق-ظ
لمر راختل 5.56 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:15 ب-ظ
د ماښام آذان 6.11 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:32 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.85 افغانی
1 یورو 80.00 افغانی
1 درهم 19.60 افغانی
1 تومان 0.840 افغانی
1 کلدار 252 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

کابل ښاروال په یوه رسمي سفر د نیویارک ښار د کثافاتو د راټولولو د مرکزونو لیدنه وکړه

18 میزان 1398

د کابل ښاروال پوهنیار احمد ذکي سرفراز د غوره ښاري مدیریت په برخه کې د تجربو او معلوماتو د تر لاسه کولو لپاره د امریکا د متحده ایالاتو نیویارک ښار د کثافاتو د مدیریت او راټولو د مرکزونو لیدنه وکړه. نوموړي د دغه ښار د کثافاتو د راټولو د مډرنو ماشینونو او الکترونیکي وسایطو د فعالیت څرنګوالی د کابل، چې مډرن کولو او جدي اصلاحاتو ته اړتیا لری، د کثافاتو د راټولولو لپاره یوه غوره موډل وباله او اړینه يې وبلله چې په دې برخه کې اړتیا ده چې د نورو هېوادونو بریالي موډلونه مطالعه او وارزول شي، ترڅو وکولی شو د خپل هېواد له شرایطو سره یو مناسب موډل تشخیص او عملي کړو.