الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 64.55 افغانی
1 یورو 74.51 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.0009 افغانی
1 کلدار 0.2328 افغانی
1 هندی 0.75 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د مسلمانانو وحدت؛ د اسلام او اسلامي نړۍ د قوت او عظمت ضامن دی


✍🏻 محمد امین«مومند»
اسلام چې د دین او شریعت، فرد او جمعیت، حکومت او رعیت، حاکم او محکوم، حقوقو او وجایبو، سیاست او ادارې، سولې او جګړې، امن او نا امنۍ او په ټولیز ډول د دنیا او آخرت په حکمونه او لارښوونې لري او ټولې دنیوي او اخروي چارې په خپله غېږ او لمن کې رانغاړي، د هر څه په هکله هر اړخیز ترغیبات، تبلیغات، تلقینات، تحریکات، ترتیبات، تنظیمات قواعد، اصول، پرنسيپونه او ضوابط لري، هر چا ته یې غېږه خلاصه، پراخه، لویه او ډکه له اخلاصه ده. له بده مرغه چې، اسلام، مسلمان او اسلامي نړۍ دا مهال د هر چا او له هرې خوا څخه تر برید لاندې ده، توهین او تحقیریږي، پیروان یې په لوی لاس او د پټو پلان شویو دسیسو او برنامو پر مټ د نړۍ د اوسنیو فرعونیانو له خوا قتل عام، بې کوره او ځورول کیږي.
اسلام د یو کامل، شامل، جامع دین او شریعت په توګه، د ژوندانه په هره برخه او ډګر کې پر اتو (۸) روا او ناروا کارونو (فرض، واجب، سنت، مستحب، مباح، حرام، مفسد، مکروه) څرخيږي او بحث یې کوي. له دې (۸) روا او ناروا کارونو څخه لومړۍ برخه فرض دي. فرض د الله(ج) داسې امر او حکم دی، چې په کولو یې ثواب، په نه کولو یې عذاب، منکر یې کافر او په آخرت کې مستحق د اور دی.
د اسلامي یووالي حکم هم د الله(ج) مطلق امر او د قران کریم د آل عمران سورت په (۱۰۳) آیت کې یې داسې حکم او لارښوونه کړې ده:
ژباړه: ټول د الله(ج) په رسۍ (اسلام/ قرآن) منګولې ولګوﺉ! یعنې د الله(ج) د دین او شریعت پر حکمونو او لارښوونو کلکې منګولې ولګوﺉ (بشپړ عمل وکړئ) او په خپلو کې تفرقه او بېلتون مه کوﺉ/تیت و پرک کېږﺉ مه.
د الله(ج) هغه پېرزوېنه، چي پر تاسو یې کړې ده، در په ياد کړئ، تاسو يو د بل دښمنان وئ، هغه (ج) ستاسو په زړونو کي مينه واچوله او د هغه(ج) په مهربانۍ او لوریېنه تاسو یو تر بله سره وروڼه وروڼه شوئ.
تاسو له اوره ډکې كندې پر غاړه ولاړ وئ، الله(ج) ترې وژغورلئ. په دغه شان الله(ج) خپلي نښې نښانې تاسو ته څرګندوي، په كار ده چي په دغو نښو نښانو سره تاسو ته د خپلي ژغورني سمه لاره در یاد شي.
الله(ج) په پورتني قرآني آیت کې مسلمانان مطلقًا مکلف کړي دي چي، د الله(ج) کامل، شامل، جامع، او خاتم دین او شریعت/ اسلام پر ځانونو تطبیق او تنفیذ او د ډلو ټپلو جوړولو او کېدلو څخه ځانونه وساتي او د دوی د دښمنۍ، بدې ګڼنې او کینې کلتور د دوستۍ، ښېګڼې، ورورولۍ او مینې پر کلتور بدلېدنه او د اور د عذاب څخه یې ژغورنه، د الله(ج) لویه لوریینه او پېرزوېنه وګڼي، د الله(ج) شکر عملًا اداء او د الله(ج) د ښودل شویو نښو نښانو په لیدلو او محسوسولو سره د خپلې دنیوي او اخروي ژغورنې لپاره هلې ځلې وکړي.
د پورتني قرآني آیت څخه په استنباط، الله(ج) پر ټولو مسلمانانو غږ او امر کړی چې، د یووالي او اتفاق په تړاو د اسلامي شریعت او دین دا لارښوونې او حکمونه لازمًا تطبیق او تنفیذ او ترڅنګ یې د خپلمنځي بې اتفاقۍ، تیت والي، جلاوالي، ډلې ټپلې جوړونې، ډلې ډلې کېدنې، اختلافاتو، یو د بل د تخریب،… څخه ځانونه لېرې وساتي او عملًا خپل ځانونه د یو تن او بدن غړي وښیي او ځانونه د هغه نبوي(ص) حدیث مصداق وګرځوي، چې په هکله یې د الله(ج) خاتم النبیین و المرسلین استازي حضرت محمد(ص) مهرباني کړې ده: چې، (مسلمانان د یو تن او بدن په څېر دي، که یې یو غړی (یو مسلمان)خوږمن او دردمن شي، نو خوږ او درد یې ټول بدن (ټول اهل اسلام ) نا آرامه کوي، او خوږوي یې)(صحیح مسلم، کتاب البر والصلة والآداب، حدیث ۲۵۸۶.)
په پورتني نبوي(ص) حدیث کې مسلمانان د یو تن او یو بدن سره تشبه او ژوبله درد یې یو ګڼل شوی دی.
د پورته قرآني آیت او نبوي(ص) حدیث او نورو اسلامي حکمونو او لارښوونو تنفیذ او تطبیق هغه مهال کېدونکی او شونې دی چې، ټول مسلمانان او د اسلامي نړۍ ټول هیوادونه یو موټی، متفق او د یو بدن او یو تن ثابتولو لپاره په عمل کې ځانونه یو تن او یو بدن وښيي. یو مسلمان ورور د بل مسلمان ورور او یو اسلامي هیواد د بل اسلامي هیواد درد خپل درد محسوس کړي او په یووالي او ټولګډونه توګه ېې درملنه وکړي.
داسې بې غمي دې خدای په هیڅ کور کې پیدا نکړي
یو کور کې چې ویر وي او بل خاندي له لیلا سره. (ګل پاچا الفت)
د مسلمانانو یووالی او اتفاق د ټولې اسلامي نړۍ اړوند هیوادونو د مشرانو او واکمنانو، مطرح سیاستمداران، سیاستپوهانو، د اسلامي، سیاسي، حقوقي، ټولنیزو، … فعالانو، حقوقپوهانو، ټولنپوهانو، دین پوهانو او د اسلامي شریعت او دین د بېلابېلو برخې علمای کرامو او ځانګړپوهانو مسلکي،اخلاقي، شرعي، دیني، دنیوي او اخروي مکلفیت او وجیبه او ماشاءالله د اسلامي نړې همدا درانه متنفذین، مشران، حاکمان او واکمنان دا توان لري، چې په نړۍ کې میشت ټول مسلمانان په یو ټغر راټول، کوشیر، مسلمانان او اسلامي نړۍ پر یو تن او یو بدن بدله، یو لوی قوت او طاقت یې جوړ او د اسلام شان او شوکت لا ګړندی کړي، د نړۍ په هر ځای کې د هر مسلمان او هر اسلامي هیواد ملګری، یار، همکار او مددګار شي. د ډال او سپر په څېر يې تر څنګ دفاع او ډال شي، ترڅنګ یې ودرېږي، ملا یې ور وتړي، پیاوړی او غښتلی یې کړي، جرئت، قوت او عظمت وروبخښي. له حقوقو یې دفاع او ملاتړ وکړي، د تروړل شویو حقوقو او امتیازونو کشف، پلټنه، پوښتنه او غوښتنه یې وکړي او د حقوقو د ترلاسه کولو تر بریده یې ملا ور وتړي. د اسلامي نړۍ واکمنان، چې د اسلامي نړۍاړوند هیوادونو کې په سیاسي، ټولنیزو او … لحاظونو ټولو مسلمانانو او اسلامي نړۍ ته ټول منلي، ښاغلي او د درناوي وړ دي، د پیاوړي اقتصاد او ټول منلي سیاسي، دیني او ټولنیز شخصیت، حیثیت او وضعیت لرنې له برکته، دا مسئولیت او صلاحیت اعمالولی او په غوره توګه یې پر مخ وړلی شي، چې د ټولې نړۍ په کچه (اسلامي هیوادونه+اسلامي ټولنې+ په نااسلامي هیوادونو کې مېشت مسلمانان) یوه پیاوړې او غښتلي هراړخیزه (دیني، شرعي، سیاسي، حقوقي، اقتصادي، ټولنیزه، پوهنیزه، کلتوري، نظامي، امنیتي، دفاعي، ټيکنالوژیکي، …) هر اړخیزه او ټولګډونه اسلامي اتحادیه او یو عینی اتحاد تأسیس او چارې یې پر مخ یوسي، تمویل، تجهیز، مدیریت او رهبري يې کړي، د اسلامي شریعت او دین د خدمت مصدر او ټولو مسلمانانو او اسلامي نړۍ ته قوت اوعظمت ورکړي. په پای کې ویلی شو چې، د مسلمانانو وحدت د اسلام او اسلامي نړۍ قوت، شان، شوکت او عظمت دی.

از مقالات پامیر؛ هفته‌نامه رسمی نشرات شاروالی کابل