الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 64.55 افغانی
1 یورو 74.51 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.0009 افغانی
1 کلدار 0.2328 افغانی
1 هندی 0.75 افغانی

د کابل ورځپاڼی

نوی کابل؛ نوې ودانۍ، نوي فکرونه


✍🏻 آرش «ننګیال»
کابل ښاروالۍ نن یوازې یوه خدماتي اداره نه ده، بلکې په داسې مسلکي او عملي بنسټ د بدلېدو په حال کې ده چې، د افغانستان د راتلونکي نسل لپاره د انجنیرۍ، ښاري طرحو، نوښت او مسلکي تجربو د ودې زمینه برابروي. دلته د افغان انجنیرانو او مسلکي کادرونو وړتیاوې پیاوړې کېږي، نوې طرحې او نوښتونه رامنځته او هغه نظریې چې، ښايي پخوا یوازې د کاغذ پر مخ پاتې کېدې، نن په عملي بڼه په کابل ښار کې پلې شوې او یا هم د پلې کېدو په حال کې دي.
کابل ښاروالۍ په دې برخه کې د انجنیرۍ په یو ستر عملي مرکز بدله شوې ده، یو داسې مرکز چې افغان انجنیران پکې یوازې د پروژو د پلي کېدو نندارچیان نه دي، بلکې د طرحې، محاسبې، مدیریت، څارنې او عملي کولو په ټولو پړاوونو کې ونډه لري. دوی خپلې مسلکي زده‌کړې په عملي ډګر کې آزمويي، تجربه ترلاسه کوي او د لویو ښاري پروژو له لارې د راتلونکي لپاره خپل ظرفیتونه لوړوي.
نن په کابل کې هغه پروژې پلې کېږي چې، پخوا به خلکو یوازې په تلویزیونونو، انځورونو او یا له هېواد څخه بهر لیدلې. پراخ سړکونه، هوايي پلونه، ښکلې څلورلارې، د غرونو او لوړو ژورو هوارول او د ترافیکي ستونزو لپاره سترې انجینري طرحې، د کابل ښار د نوې څېرې د رامنځته کېدو رڼې او ښکاره نښې دي.
د څرخي پله سړک د پراختیا په پروژه کې د لوړو غرونو هوارول، د قرغې ـ پغمان د سړک په اوږدو کې د لویو خاورینو غونډیو په لمنو کې د سړکونو جوړول، د کابل ـ لوګر د سړک په اوږدو کې د لوړو ژورو هوارول او د دنګو غرونو د لمنو راټولولو، د غرونو او ګټو ماتول، د ښار په مهمو څلورلارو کې د هوايي موټریزو پلونو جوړول او د ترافیکي ستونزو د حل لپاره د نویو طرحو عملي کول، ټول د دې ښکارندويي کوي چې، د کابل ښار د پراختیا چارو بڼه بدله شوې، نوې شوې او تر ټولو ښه زیری دا چې افغاني شوې ده.
د کابل هوايي پلونه د دې بدلون ښکاره نښې دي. د کابل هوايي ډګر څلورلارې طرحه، د کابل ولایت اداري ودانۍ مخې ته هوايي پل، د بره کي څلورلارې هوايي پل پروژه او د نجات څلي پر ځای د نجات هوايي پل، یوازې د ترافیکي ستونزو د حل لپاره جوړې شوې ودانۍ نه دي، بلکې د معاصرې انجینرۍ، نوښتګرو طرحو او د کابل د راتلونکي ښاري انځور غوره بېلګې دي.
د دغو پروژو تر ټولو مهمه ځانګړنه دا ده چې، د طرحو او پلي کېدو تر شا یې د افغان مسلکي کادرونو تخصص، تجربه، وړتیا او نوښتګر فکر پروت دی. هغه انجنیران او تخنیکي کسان چې، د هېواد د ستونزو او امکاناتو له شرایطو سره بلد دي، نن د خپلو طرحو د عملي کولو فرصت لري. په دې توګه، هره لویه پروژه یوازې یو سړک، پل یا ترافیکي مسیر نه جوړوي، بلکې له ځان سره د مسلکي تجربې، تخنیکي پوهې او د انساني ظرفیت د ودې یوه نوې پانګه هم رامنځته کوي او رامځته کړې یې ده.
کابل ښاروالۍ اوس یوازې د بودجې د مصرف او چوپړتیاوو د وړاندې کولو اداره نه ده، دا اداره د ښار د لویو پروژو د طرحې، مدیریت، تمویل، پلي کولو او څارنې مسئولیت پر غاړه لري او هڅه کوي چې د شته امکاناتو په کارولو سره د کابل د ښاري ستونزو لپاره عملي، معیاري او دوامداره حل لارې پیدا کړي.
د دې بهیر یوه مهمه ځانګړنه دا ده چې، په کابل ښاروالۍ کې د نړیوالو معیارونو پر بنسټ د طرحو د جوړولو، د نوې انجنیرۍ د اصولو د کارولو او د دغو طرحو د عملي کولو زمینه برابره شوې ده. په بل عبارت، طرحه یوازې د طرحې تر کچې نه پاتې کېږي، بلکې له نقشې او محاسبې څخه تر واقعي جوړښت پورې د هغې د عملي کېدو بهیر هم تعقیبېږي. همدا لامل دی چې د کابل ښاروالۍ هره وړه او ستره پروژه باید یوازې د یوه ودانیز کار په توګه ونه کتل شي. دا پروژې د افغان انجینرانو لپاره عملي پوهنتونونه دي، هغه ځایونه دي چې تجربه، نوښت، مسلکي مهارت او مسئولیت پکې یو له بل سره یوځای کېږي. هر نوی سړک، پل او ښاري تأسیسات د راتلونکي نسل لپاره د تجربې یو نوی کتاب دی.
د کابل د دوامداره پرمختګ لپاره یوازې د ادارو هڅې بسنه نه کوي، د ښار پرمختګ هغه وخت دوام پیدا کولای شي چې، ښاریان هم له ښاروالۍ سره اوږه په اوږه ودرېږي، له عامه شتمنیو ساتنه وکړي، د پروژو درناوی وکړي، د ښار پاکوالي او نظم ته پاملرنه وکړي او ځان د خپل ښار د پرمختګ شریک وبولي نه نندارچی.
نن چې د کابل په واټونو کې د انجنیرۍ سترې پروژې، نوي هوايي پلونه، پراخ سړکونه او د ښار د بدلون نورې نښې وینو، په حقیقت کې یوازې د ښار فزیکي بڼه نه بدلېږي، د یوې نوې مسلکي تجربې او د یوه نوي نسل د جوړېدو بهیر هم روان دی او هغه اصطلاح چې وايي: (د ودانیو پر ځای، فکرونه جوړ کړئ) موږ یې نن شاهدان یو، ځکه تلپاتې بدلون له ښکلو ودانیو نه، بلکې له فکرونو، پوهې او شعور څخه پیلېږي.

پامیر هفته‌نامه رسمی نشرات شاروالی کابل