الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 64.55 افغانی
1 یورو 74.51 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.0009 افغانی
1 کلدار 0.2328 افغانی
1 هندی 0.75 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د رغنیزو پروژو د خوندیتوب لپاره؛ د کومو اصولو په پام کې نیول مهم دي؟


✍🏻 محمد عادل «عزیزي»
په ټولګټو او رغنیزو پروژو کې د انجنیرانو، کارګرانو او وسایطو ترڅنګ، د خوندیتوب د اصولو په پام کې نیول هم مهم دي. د یوه سړک د جوړېدو پر مهال د خلکو سترګې په ټوله کې د کار پایلې ته وي، څوک د نوي سړک په هوارېدو خوښ وي، څوک د ترافیک د آسانتیا هیله لري او څوک بیا د خپلې سیمې د پراختیا لپاره د نوې پروژې بشپړېدو ته په تمه وي. خو د دغو ټولو ظاهري پایلو تر شا یوه بله مهمه موضوع هم شته چې باید هېڅکله له پامه ونه غورځول شي او هغه د پروژې د پلي کېدو پر مهال د انسانانو او وسایلو خوندیتوب دی.
ودانیزې او ټولګټې پروژې له طبیعي پلوه له ګڼو احتمالي ګواښونو سره مل وي، ژورې کیندنې، درانه ماشینونه، د ودانیزو توکو لېږد، د سړکونو تړل، د خلکو تګ راتګ، برېښنايي شبکې، دوړې او شور هغه موارد دي چې، که په سمه توګه مدیریت نه شي، د پروژې په سیمه کې د ناوړه پېښو زمینه برابرولای شي. له همدې امله د خوندیتوب موضوع باید د پروژې تر څنګ یوه اضافي مسئله ونه ګڼل شي، بلکې د پروژې د پلان، ډیزاین، پلي کېدو او څارنې له اساسي برخو څخه وي.
د ګواښ پېژندنه؛ د خوندیتوب لومړی ګام
د هرې پروژې له پیل وړاندې تر ټولو مهم کار د احتمالي ګواښونو پېژندل دي. د پروژې سیمه باید له تخنیکي پلوه و ارزول شي او څرګنده شي چې، د کار په بهیر کې له کومو ګواښونو سره مخ کېدلای شو؟
د بېلګې په توګه، که یوه پروژه د ګڼ مېشتې سیمې په منځ کې وي، د خلکو د تګ راتګ ګواښ باید جدي وګڼل شي. که د سړک د غاړې ژورې کیندنې ترسره کېږي، د موټرو او پلیو کسانو د لوېدو احتمال باید و ارزول شي. که درانه ماشینونه کار کوي، د هغوی د حرکت مسیرونه او د کارکوونکو ځای باید په ډاګه شي. همدا راز که د ځمکې لاندې د اوبو، برېښنا، مخابراتو یا نورو تأسیساتو شبکې شتون ولري، د کار له پیل وړاندې یې د کره موقعیت په ګوته کول اړین دي.
په مسلکي مدیریت کې د ګواښ پېژندنه یوازې د ستونزې د پیدا کېدو لپاره نه وي، بلکې اصلي موخه یې دا ده چې، ګواښ باید له پېښېدو وړاندې کنټرول شي.
د سیمې د اوسېدونکو خوندیتوب
په ټولګټو پروژو کې یوه مهمه موضوع د سیمې د اوسېدونکو خوندیتوب دی، ځکه د پروژې سیمه یوازې د انجنیرانو او کارکوونکو د کار ځای نه وي، هره ورځ ګڼ شمېر خلک تګ راتګ او له هغې سیمې سره نږدې ژوند کوي.
د کار سیمه باید په واضح ډول له عامه سیمې جلا شي، د ژورو کیندنو، د خاورې د ټولولو، ودانیزو توکو او درنو ماشینونو شاوخوا باید مناسب خنډونه جوړ شي.
په ګواښ لرونکو سیمو کې باید د خبرداري څرګندې نښې ولګول شي، څو خلک په وخت پوه شي چې د تګ راتګ په لار کې یې احتمالي ګواښ شتون لري.
د کارکوونکو خوندیتوب
کارکوونکي د پروژې د پلي کولو اصلي ځواک دی او د هغوی خوندیتوب باید د پروژې د مدیریت له لومړنیو مسئولیتونو څخه وي.
د کار څرنګوالي ته په کتو باید کارکوونکو ته د خوندیتوب خولۍ، عایق لرونکي یا مناسب بوټان، دستکشې، محافظتي عینکې، واسکټونه او نور اړین وسایل برابر شي. خو د خوندیتوب وسایل هغه وخت اغېزمن تمامېږي چې، کارکوونکی یې د سمې ګټې اخیستنې په اړه کافي معلومات او عملي روزنه ولري.
د انجنیر مسئولیت او خوندیتوب
د پروژې انجنیر د کار د تخنیکي کیفیت تر څنګ، د خوندیتوب په برخه کې هم مهم مسئولیت لري. هغه باید یوازې دا ونه ګوري چې پروژه د نقشې او تخنیکي ځانګړتیاوو مطابق روانه ده، بلکې باید دا هم و ارزوي چې، کار په خوندي ډول ترسره کېږي که نه.
د کیندنو ژوروالی، د خاورې ثبات، د موقتي جوړښتونو وضعیت، د ماشینونو د کار سیمه، د خلکو تګ راتګ او د ودانیزو توکو د زېرمې ځایونه هغه موارد دي چې، باید په دوامداره توګه وڅارل شي.
د درنو ماشینونو خوندیتوب
درانه ودانیز ماشینونه د پروژو د چټک او معیاري پلی کېدو لپاره اړین دي، خو له هغو څخه ناسمه ګټه اخیستنه د جدي پېښو د رامنځته کېدو لامل کېدای شي. اکسکواټور، بلدوزر، کرېن، لارۍ او نور ماشینونه باید د روزل شویو او مسلکي کسانو له خوا وکارول شي. د ماشینونو تخنیکي حالت باید په منظم ډول وکتل شي او د زیانمنېدو په صورت کې باید تر بیارغولو مخکې کار ته دوام ورنه کړل شي.
د ماشینونو لپاره باید ځانګړې لارې او کاري سیمې وټاکل شي. کارکوونکي باید د ماشینونو له حرکتي سیمې څخه خوندي واټن وساتي او د ماشین چلوونکي باید د شاته تګ، تاوېدو او هغه سیمې چې، نه لیدل کېږي، پر مهال ځانګړې پاملرنه وکـړي.
د ترافیک تنظیم
کله چې د سړک یوه برخه د جوړونې یا بیا رغولو لپاره تړل کېږي، د ترافیک د تنظیم لپاره باید له وړاندې ځانګړې پلان شتون ولري. موټرچلوونکي باید له مناسب واټن څخه د کار سیمې په اړه خبر شي او د اړتیا په صورت کې باید د تګ راتګ لپاره بدیله لار ځانګړې شي.
د سرعت محدودیت، د خبردارۍ نښې، موقتي خنډونه، انعکاسي نښې او د شپې مناسب څراغونه د ترافیکي خوندیتوب مهم عناصر دي.
په ګڼه ګوڼه لرونکو سیمو کې د ترافیک تنظیموونکو کسانو شتون هم کولای شي د ترافیک د ګډوډۍ او احتمالي پېښو د رامنځته کېدو مخه ونیسي. په دې برخه کې باید د پروژې موخه یوازې د کار د سیمې ساتنه نه وي، بلکې د عامه ترافیک بهیر هم باید تر ممکنه حده خوندي وساتل شي.
د برېښنا او نورو شبکو خوندیتوب
د ښارونو په ګڼو سیمو کې د ځمکې لاندې اوبو، برېښنا، مخابراتو او نورو خدماتي شبکو شتون، د ودانیزو چارو د ترسره کولو لپاره ځانګړې تخنیکي پاملرنه غواړي.
د کار له پیل وړاندې باید د شته شبکو ځای په نښه شي. د برېښنايي شبکو په نږدې سیمو کې باید ځانګړي احتیاطي تدابیر ونیول شي او کارکوونکي باید د احتمالي ګواښونو په اړه کافي معلومات ولري.
د یوې شبکې پرې کېدل یوازې مالي زیان نه لري، کېدای شي د خلکو ژوند، د پروژې کارکوونکي او د سیمې خدماتي سیستمونه هم له جدي ګواښ سره مخ کړي.
د دوړو، شور او چاپېریال خوندیتوب
د ودانیزو پروژو اغېز یوازې تر انسان او ماشین پورې محدود نه دی، بلکې د چاپېریال خوندیتوب هم مهم دی. د سړک جوړونې پر مهال د دوړو زیاتوالی، د ماشینونو شور، په نامناسبه توګه د ودانیزو توکو زېرمه کول او د کثافاتو خپرېدل، د سیمې پر خلکو او چاپېریال اغېز کولای شي.
د دوړو د کمښت لپاره د اړتیا په صورت کې د اوبو شیندل، په مناسب ډول د ودانیزو توکو پوښل او د کثافاتو منظم لېږد، هغه ساده اقدامات دي چې د سیمې د اوسېدونکو لپاره د پروژې ناوړه اغېزې کمولای شي.
همدا راز د کارکوونکو لپاره باید د شور، دوړو او تودو توکو پر وړاندې مناسب محافظتي وسایل چمتو شي.
د بېړنیو پېښو لپاره چمتووالی
د خوندیتوب یوه مهمه برخه دا ده چې، که د مخنیوي له ټولو تدابیرو سره سره پېښه رامنځته شي، پروژه د مقابلې لپاره چمتووالی ولري.
په کاري سیمه کې باید د لومړنیو مرستو وسایل، د اور وژنې مناسب تجهیزات او د بیړنۍ اړیکې اړوند معلومات باید شتون ولري. کارکوونکي باید پوه شي چې، د ټپي کېدو، اورلګېدنې، د ماشین د پېښې یا بل بېړني حالت پر مهال څه وکړي.
د بیړني پلان شتون یوازې د پېښې پر مهال اهمیت نه لري، بلکې د کارکوونکو ترمنځ د مسئولیتونو د روښانتیا او د بېړني غبرګون د چټکتیا لپاره له وړاندې تمرین او پوهاوي ته هم اړتیا لري.
په یوه پروژه کې خوندیتوب یوازې د انجنیر یا قراردادي مسئولیت نه دی، بلکې د پروژې مسئولین، انجنیران، کارکوونکي، ماشین چلوونکي، موټرچلوونکي او حتی د سیمې اوسېدونکي هر یو په دې برخه کې خپل رول لري.
که انجنیر ګواښ وویني، باید راپور یې کړي، که کارکوونکی ناامنه وضعیت وویني، باید بې‌پروا نه شي، که د سیمې اوسېدونکی د پروژې په سیمه کې ګواښوونکی وضعیت وویني، باید مسئولینو ته یې ورسوي. په همدې ډول، د پروژې مدیریت باید داسې کاري چاپېریال رامنځته کړي چې، د خوندیتوب په اړه د کارکوونکو خبرې او راپورونه جدي ونیول شي.
ټولګټې پروژې د خلکو د ژوند د آسانتیا، اقتصادي فعالیتونو د پراختیا او د ښارونو د منظم پرمختګ لپاره مهمې دي، خو د دغو موخو تر څنګ باید د انسان ژوند او روغتیا د پروژې له لومړنیو معیارونو څخه وي.
د پروژې له پیل وړاندې د ګواښونو ارزونه، د کارکوونکو د محافظتي وسایلو او د خلکو لپاره د خوندي تګ راتګ د زمینې برابرول، د انجنیرانو مسلکي څارنه، د ماشینونو تخنیکي ارزونه، د ترافیک منظم مدیریت، د کیندنو خوندي کول، د برېښنا او نورو شبکو په اړه پاملرنه، د چاپېریال ساتنه او د بیړنیو حالاتو لپاره چمتووالی، له هغه بنسټیزو مواردو څخه شمېرل کېږي د یوې خوندي پروژې لپاره خورا مهم دي.