الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 64.55 افغانی
1 یورو 74.51 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.0009 افغانی
1 کلدار 0.2328 افغانی
1 هندی 0.75 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په اتمه ناحیه کې د بندو کانالونو او لښتیو د پاکولو چارې پیل شوې


د سطحي اوبو د مدیریت او د بارانونو پرمهال د اوبو له راټولېدو څخه د مخنیوي په موخه، د کابل ښاروالۍ د تنظیف ریاست له خوا د اتمې ناحیې په بېلابېلو سیمو کې د بندو کانالونو او لښتیو د پاکولو چارې پیل شوې.
د پلان له مخې به د کارته‌ نو او رحمن مېنې د سړکونو په اوږدو کې هغه کانالونه او لښتي چې، د کثافاتو او ودانیزو اضافي توکو د راټولېدو له امله بندې شوې دي، په اساسي توګه پاک شي، څو د سطحي اوبو د ښه جریان زمینه برابره شي.
د کانالونو او لښتیو بندېدل، په ځانګړې توګه د اورښتونو پرمهال په سړکونو کې اوبو د ډنډ کېدو او ښاریانو ته د ستونزو د رامنځته کېدو لامل کېږي. له همدې امله په منظمه توګه د یادو ښاري تأسیساتو پاکول د چاپېریالي وضعیت په ښه والي او د ښار په بېلابېلو سیمو کې د اوبو د راټولېدو د ګواښ په کمښت کې مهم رول لري.
همدا راز د پاکو شویو کانالونو او لښتیو په اوږدو کې له میشتو ښاریانو غوښتنه کېږي چې، د ښار پاکوالي ته پام وکړي او په کانالونو او لښتیو کې د کثافاتو له اچولو څخه په کلکه ډډه وکړي.
د یادونې وړ ده چې، د یو شمېر ښاریانو ناغیړي او په لښتیو او کانالونو کې د کثافاتو، خاورو او خځلو اچول، د لښتیو او کانالونو د بندېدو اصلي لاملونه بلل کېږي. د یادو تأسیساتو ساتنه، د کابل ښاروالۍ د هڅو ترڅنګ، د ښاریانو مرستې او مسئولانه چلند ته هم اړتیا لري.