د دغه سړک د جوړېدو اساسي کار دوام لري او د تاسیساتو په جوړېدو کې پر ښه پرمختګ سربېره، چې معیاري ویالې جوړول او د سړک جوړېدو ټولې چارې پکې شاملې دي، د مختلفو خطونو د قیر اچونې کار یې هم ترسره کېږي. دا سړک چې پلې لارې، ګلدانونه، د سړکونو روښنايي، د پلو لارو دهلیزونه، د بایسکل چلولو کرښې، د ترافیکي نښو نصبول او تمځایونه پکې شامل دي، په بشپړېدو به یې د کابل ښار د شمال ترانسپورتي او ترافیکي ستونزې حل شي او اقتصادي وده او غوره ټولنیزې اسانتیاوې به رامنځته کړي.
له سرای شمالي څلورلارې څخه د شهید پناه تر څلورلارې د اصلي سړک د دویم خط د قیر اچونې کار پيل شو
20 میزان 1398