الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 64.55 افغانی
1 یورو 74.51 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.0009 افغانی
1 کلدار 0.2328 افغانی
1 هندی 0.75 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د وزیرآباد کانال د بندو برخو د پاکولو چارې پیل شوې


د ځمکې د سطحي اوبو د مدیریت په موخه د کابل ښاروالۍ له لوري د وزیر آباد کانال د ۶ کیلو متره برخې د اساسي پاکولو او د خاورو او خټو د را ایستلو چارې پیل شوې.
د وزیرآباد لوی او د اوبو راټولوونکی کانال، په کابل ښار کې د سطحي اوبو د لېږد له مهمو لارو څخه دی، چې له پروان سه سیمې څخه د هوايي ډګر تر شمال پورې غځېدلی او د دویمې، څلورمې، لسمې، یوولسمې، پنځلسمې او اوولسمې ناحیې اړوند سطحي اوبه لېږدوي.
د کابل ښاروالۍ د تنظیف ریاست کارکوونکو د یاد کانال د پاکولو او د اوبو د ظرفیت لوړولو په موخه د دې کانال د اساسي پاکولو لړۍ پیل کړې ده.
د کابل ښاروالۍ د تنظیف ریاست د کانالونو آمر انجنیر نویداحمد شیرزاد وویل چې، د دغه کانال اوږدوالی شاوخوا ۲۰ کیلومتره دی او ټاکل شوې ده، چې ۶ کیلومتره برخه یې په اساسي ډول له خټو او رسوباتو څخه پاکه شي. د نوموړي په وینا؛ د پاکارۍ د بهیر ترڅنګ د بندونو او دروازو د جوړولو لپاره هم ګټورې برنامې په پام کې نیول شوې دي.
نوموړي زیاته کړه چې، د یو شمېر ښاریانو له خوا په کانال کې د کثافاتو اچول او د فاضله اوبو ور پرېښودل د یاد کانال د بندېدو له مهمو لاملونو څخه دي. دا ستونزه د سطحي اوبو بهیر ګډوډوي او د بارانونو پر مهال د بېلابېلو ستونزو د رامنځته کېدو لامل کېږي.
د کابل ښاروالۍ مسؤلین له ښاریانو غواړي چې، په کانال کې د کثافاتو له اچولو او د فاضله اوبو له پرېښودلو ډډه وکړي او د کانال د پاک ساتلو په برخه کې همکاري وکړي؛ ځکه د بیا ځل پاکولو په برخه کې یې د کابل ښاروالۍ ګڼې مالي او بشري سرچینې مصرف کېږي.