د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.24 ق-ظ
لمر راختل 5.56 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:15 ب-ظ
د ماښام آذان 6.11 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:32 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.85 افغانی
1 یورو 80.00 افغانی
1 درهم 19.60 افغانی
1 تومان 0.840 افغانی
1 کلدار 252 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په نهمه ناحیه کې د اجمیر کانال د ساختمان او یوه سړک د جوړېدو پروژه!

22 میزان 1398

کابل ښاروالي کابل ښاریانو په ځانګړې توګه د نهمې ناحیې اوسېدونکو ته د اسانتیاوو چمتو کولو په موخه د سطحي او د باراني موسمونو اوبو ته د مسیر ورکولو په موخه د اجمیر کانال جوړولو او دغه‌راز د نهمې ناحیې د ودانۍ او د هغې د اړوند پله د ارتباطي سړک کار پیل کړی، ترڅو د اوبو غونډېدا او په ترانسپورتي برخه کې د ګاونډیو سمیو او اړوندې ناحیې د مراجعینو ستونزې حل شي. دا سړک بنايي ساحه له مکروریان او یکتوت ساحې سره نښلوي.

د دغه سړک اوږدوالی ۵۷۰ متره او سور یې ۷ متره دی او اجمیر کانال هم له بنايي ساحې څخه د دغه سړک په امتداد په ۵۷۰ متره اوږدوالي جوړېږي. د کانال د پاتې برخې جوړېدا د کابل ښاروالۍ په راتلونکو پلانونو او پروګرامونو کې شامله ده، چې په څو پړاونو کې به یې اړه اقدام وشي.