په پنځلسمه ناحیه کې په ۲۲ام ګذر کې د کابل ښاروالۍ د مسولانود ناحیې رییس انجینیر عبدالتواب احمدي او ځايي اوسېدونکو او مشرانو په حضور د یوه سړک د کانکرېټ اچونې کار پيل شو.
دغه سړک د هبیتات دفتر په همکارۍ د کابل ښاروالۍ له تشویقې پروژو څخه د ۹۵۲۳۷ امریکايي ډالرو په ارزښت جوړېږي. اوږدوالی یې ۵۵۵متره او سور یې ۷متره دی، چې د څنګونو ویالې او پلې لارې هم پکې شاملې دي. له شپږو میاشتو په کم وخت کې به جوړ شي او ورسره به ګرد او دوړې له منځې ولاړې شي او د هوا په پاکوالی کې به ګټور تمام شي.