الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 64.55 افغانی
1 یورو 74.51 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.0009 افغانی
1 کلدار 0.2328 افغانی
1 هندی 0.75 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د ۱۴۰۶ ه ش کال د پرمختیايي پلان د جوړولو په اړه تخنیکي ناسته ترسره شوه

18 عقرب 1405


د را روان ۱۴۰۶ ه ش کال پرمختیايي پلان د متوازنې پراختیا، د ښاریانو د اړتیاوو او ښاري زېربناوو د رامنخته کولو پر بنسټ په معیاري او ځواب ویونکې توګه جوړېږي.
په همدې موخه د کابل ښاروال مولوي عبدالرشید په مشرۍ، مرستیالانو، رئیسانو او د کابل ښاروالۍ د مسلکي کارپوهانو په ګډون د ۱۴۰۶ کال د پرمختیايي پلان د جوړولو په اړه تخنیکي ناسته ترسره شوه. په دې ناسته کې د لومړیتوبونو د پېژندلو او د پرمختیايي پروژ، د ټاکلو په اړه بحث او خبرې وشوې.
کابل ښاروال په دې ناسته کې ټینګار وکړ چې، د ۱۴۰۶ کال پرمختیايي پلان باید د متوازنې پراختیا د اصل له مخې د ښاریانو د اړتیاوو او مالي سرچینو پر بنسټ جوړ شي څو، د کابل ښار تلپاتې پراختیا ته زمینه برابره او ګټورې پایلې ترلاسه شي. نوموړي څرګنده کړه چې، د ښاریانو اړتیاوو ته په کتو د زېربنايي پروژو پلي کول غوره ښاري خدمتونو وړاندې کولو ته زمینه برابروي.
ورته مهال د کابل ښاروالۍ د پلان، پالیسۍ، څارنې او ارزونې رئیس محمد قاسم افغان د پرمختیايي پلان په اړه خپل مفصل راپور شریک کړ او د لومړیتوبونو د پېژندلو په اړه یې شته جزئیات له ګډونوالو سره شریک کړل.
د موضوعاتو له ارزونې وروسته کابل ښاروالۍ په بېلابېلو ناحیو کې یو شمېر پروژې مشخصې کړې څو د ۱۴۰۶ ه ش کال په پرمختیايي پلان کې ورته ځای ورکړل شي. همدا راز په ناسته کې د ښاریانو پر اړتیاوو او متوازنې پرختیا ټینګار وشو.
د ۱۴۰۶ ه ش کال په پرمختیايي پلان کې به د روان کال یو شمېر لویې پروژې بشپړې او د ښار په کچه به پکې نویو زېربنايي او ټولګټو پروژو ته ځای ورکړل شي. د سړکونو او پلونو جوړول، د سړکونو روښانه کول، د پلیو لارو، کانالونو و پُل ګوټو جوړول، د پارکونو رامنځته کول، د ماشینرۍ او تجهیزاتو پېرل او د نویو پروژو طرحه کول به د یاد پلان برخې وي.
د دې پروژو په پلي کولو سره کابل ښاروالۍ هڅه کوي څو د تګ راتګ په برخه کې آسانتیاوې رامنځته، غوره ښاري چوپړتیاوې وړاندې، زرغونې سیمې پراختیا او تلپاتې معیاري زېربناوې جوړې کړي او کابل په یوه معیاري ښار بدل کړي.
د ناستې په پای کې کابل ښاروال د پروژو د ډیزاین او تدارکاتي پړاوونو پر چټکتیا، د تخنیکي معیارونو پر رعایت او د کار له ګټورتوب څخه پر ډاډ ترلاسه کولو ټینګار وکړ څو، پروژې په ښه کیفیت او ټاکلي وخت بشپړې او د ښاریانو د رضایت کچه لوړه شي.