
د کابل ښاروالۍ د ښاري پلانونو د طرح او تطبیق او د ځمکو د بیا تنظیم او پراختیا ریاستونه د نوي ښار له پارک څخه د شپاړلسمې ناحیې اړوند د غازي لوبغالي ختیځ، د فوټبال لوبغالي شاته د شمشاد تلویزیون تر څنګ سیمې ته لېږدول شوي دي.
له دې کبله ټولو مراجعینو ته خبر ورکول کېږي چې، له دې وروسته د خپلو اسنادو د پړاونو ترسره کولو او اړوند خدمتونو څخه د ګټه اخیستلو په موخه د یادو ریاستونو نوې پتې ته مراجعه وکړي، څو ستړي او سرګردانه نشي.
همدا راز ټاکل شوې ده په راتلونکې اونۍ کې د کابل ښاروالۍ د ودانیز جواز د صادرولو او تحلیل ریاست هم د دویمې ناحیې له اداري ودانۍ څخه یادې سیمې ته ولېږدول شي. د دې ریاست له مراجعینو هم غوښتنه کېږي څو د اړوند خدمتونو ترلاسه کولو په موخه د یاد ریاست نوې پتې ته مراجعه وکړي.
نوي اداري ودانۍ منظم دفترونه او مناسب امکانات لري چې، د یادو ریاستونو دایمې ځای ټاکل شوی څو وکولای شي په یوه ښه چاپېریال کې ښاریانو ته خدمتونه وړاندې کړي.
د کابل ښاروالۍ مشرتابه هیله لري چې، د دې ریاستونو په ځای په ځای کېدو سره به ښاریانو ته آسانه او ګټور ښاري خدمتونه وړاندې او د دوی د رضایت کچه به لوړه شي.
د ښاري پلانونو د طرح کولو او تطبیق ریاست د اړیکې شمېره: ۰۷۸۹۰۴۷۷۷۹
د ځمکو د بیا تنظیم او پراختیا ریاست د اړیکې شمېره: ۰۷۸۹۹۸۱۶۵۲
د کابل ښاروالۍ د مراجعینو لپاره مهمه خبرتیا
18 عقرب 1405


