الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د کابل-جنوب سړک د ساختمان د کار د چټکتیا لپاره د ښاري سکتور د ادارو د همغږۍ ناسته

24 میزان 1398

د کابل جنوب سړک د اوسېدونکو له استازو سره د تلې د ۲۲مې د ناستې په دوام نن په کابل ښاروالۍ کې د ابهامونو د رفع کېدو، روښانتیا او د اجراتو د چټکتیا او د خلکو اندیښنو ته د ځواب ویلو د همغږۍ په موخه ناسته وشوه، چې د دغه سړک د جوړېدو د کار د چټکتیا په اړه د کابل ښاروالۍ، ښارجوړنې وزارت، کابل ولایت او عامه ګټو وزارت مسوولانو او د سیمې د اوسېدونکو استازو بحث او نظرونه تبادله کړل.  د کابل ښاروال احمد ذکي سرفراز د دغه سړک د کار د ځنډېدو لاملونه وپلټل او د اړوندو ادارو له مسولانو سره یې د سړک د جوړېدو د کار د دوام، د استملاکي پروسې د چټکتیا، د سړک د مسیر په ساحو کې د پاتې ساختمانونو تصفیې او پاکولو لپاره بحث وکړ او عملیاتي هوکړې او تصمیمونه ونیول شول.  کابل ښاروال د دې سترې پروژې -چې قسماً يې کارونه ځنډول شوي دي- د عملي کارونو په برخه کې د خنډونو پر له منځه وړلو د ادارو همغږي او هڅې حتمي وبللې او زیاته یې کړه چې ګډ پلاوي به چې له دغو ادارو ګومارل شوی، د پاتې ملکیتونو د استملاکي پروسې په ثبیت او تصفیه کې په ادارو او محاکمو کې د اسنادو طی مراحلو پروسه اسانه کړي او همدارنګه اړوندو برخو ته یې په ډاګه کړه چې هغه دلایل چې د دغه سړک د کار د ځنډېدو لامل شوي وو، د اسنادو طی مراحل او د سړک د اساسي ساختمان کار په پوره جدیت په پام کې ونیسي؛ ترڅو د کابل ښار د دې مهمې او حیاتي پروژې د کار په پرمختګ کې ځنډ له منځه ولاړ شي.