الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.80 افغانی
1 یورو 75.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د عرفاني سړک د مسیر د موانعو د لرې کولو او پاکولو کار پيل شو

24 میزان 1398

‎له پرلپسې خبرو اترو او هڅو وروسته کابل ښاروالي، د ځمکو او ښار جوړونې وزارت او په ۱۳مه ناحیه کې د عرفاني سړک پر مسیر مېشت ښاریان د دغه سړک تر استملاک لاندې ملکیتونو د استملاک پر څرنګوالي تفاهم ته رسېدلي، چې په پایله کې يې دغه ښاریان له ښاروالۍ سره همکارۍ ته حاضر شول. نن د روان کال د تلې په ۲۴مه د شهید مزاري سړک په استقامت د دغه مسیر د موانعو د لرې کولو او پاکولو کار د کابل ښاروالۍ د مسوولانو، د ملکیتونو د خاوندانو او ۱۳مې ناحیې د مشرانو په حضور په ښه نیت پيل شو، چې خلکو يې هرکلی وکړ او کابل ښاروالي د خلکو د دې همکارۍ مننه کوي. د دغه سړک ټول اوږدوالی ۲۷۵۰ متره او سور یې ۴۰ متره دی، چې د برچي اصلي سړک له کمپنۍ ساحې سره نښلوي.