د چهار شنبه په ورځ د تلې په ۲۴مه د سرې میاشتې د اونۍ او د رضاکارۍ فرهنګ د ټینګښت په مناسبت په ښار کې تنظیفي کمپاین پیل شو. په دغه کمپاین کې د کابل ښاروالۍ او اطلاعاتو فرهنک وزارت د ځوانانو معینیعت پر مسوولانو سربېره زیات شمېر رضاکاره ځوانانو او د مدني ټولنو فعالانو ګډون کړی و. د ښار په مرکزي ساحو کې یې کثافات راټول کړل او په ګډو داوطلبانه کارونو کې یې د نورو هېوادوالو د مسوولیت منلو حس غوښتنه وکړه.
د سرې میاشتې د اونۍ په موخه تنظیفي کمپاین پیل شو
25 میزان 1398