کابلښاروالۍ د ښاریانو د تر لاسه شوو شکایتونو په اړه د خپلو نورو خدمتونو د وړاندې کولو تر څنګ د پنج شنبه په ورځ د روان کال د تلې په ۲۵مه د ښاري نظم د ټينګښت په خاطر د لومړۍ او دوهمی ناحیې له مربوطاتو د غږیزې ککړتیا مخنیوی پيل کړ، چې په پایله کې یې له هوټلونو او سیارو کراچيو ۲۰۰ چاپېریال زیانمنوونکي لوډسپيکرونه راټول کړل. غږیزه ککړتیا د اورېدو د کمزورتیا، کوڼوالي او عصبي ناآرامتیا لامل کېږي، نو اړینه ده چې ټول لاسونه سره یو کړو او د غږیزو ککړتیاوو مخه ونیسو.
د غږیزې ککړتیا مخنیوی!
27 میزان 1398