د کابل ښاروالۍ مالي او اداري مرستیال سیدالرحمن جلال د دغه بنسټ د کارکوونکو د چاپېریالي روغتیا ساتنې او خوړنځي سالون څارنه او څېړنه وکړه.
نوموړي د کابل ښاروالۍ د کارکوونکو ستونزې واورېدي او څرګنده یې کړه: زموږ څارنه د یوه معیاري او پاک خوړنځي درلودو او د پخلي کیفیت او د اشپزانو نظافت په موخه ده، چې د دې موخې پر اساس به د کارکوونکو د فعالیتونو د تنظیم په اړه لازم اجرات وشي.
ده اړوندو مسوولانو لارښوونه وکړه، چې ژر تر ژره د خوړنځي ستونزې حل کړي.