د چاپېریالي ستونزو په درک نن د پنځلسمې ناحیې په پنځلسم ګذر کې د اړوندې ناحیې د رییس انجینیر عبد التواب احمدي لخوا د پټۍ په پرې کولو او د دې ناحیې د اوسېدونکو په حضور د هبیتات دفتر په همکارۍ د کابل ښاروالۍ له تشویقي پروژو څخه د یوه سړک د جوړېدو کار پيل شو. د دغه سړک ټول اوږدوالی ۶۱۰ متره او سور یې ۶ متره دی، چې د څنګونو ویالې به یې هم ورسره جوړې شي. ټاکل شوې چې د یخنۍ موسم تر رارسېدو جوړ او د ځايي خلکو ستونزې به ورسره حل شي.
په پنځلسمه ناحیه کې د یوه سړک د کانکرېټ اچونې کار پیل شو
29 میزان 1398