د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.23 افغانی
1 یورو 76.77 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.130 افغانی
1 کلدار 257.20 افغانی
1 هندی 812.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د ولسمشرۍ ریاست ا.ا دویم مرستیال فضیلت مآب استاد سرور دانش د لودیځ زون په وده او پراختیا کې د کابل ښاروالۍ د اغېزمنو کارونو او هڅو مننه وکړه.

29 میزان 1398

د ولسمشر دویم مرستیال قانونپوه محمد سرور دانش د ښاري سکتور له غړو سره په ناسته کې په دیارلسمه ناحیه کې د همېشنۍ ودې او پراختیا په خاطر په د کابل ښاروالۍ د مختلفو انکشافي پروژو ‏‎د تطبیق مننه وکړه او په دغه ناحیه کې د ۴۰ متره عرفاني سړک د جوړېدو کار ته د لارې هوارولو په برخه کې د دغه بنسټ د منسوبینو له زحمتونو څخه خوښي څرګنده کړه. نوموړي د دغه سړک پر مسیر د خلکو د ویجاړو شوو ملکیتونو د بدیل وېشلو په اړه هم وویل، چې بدیل ملکیتونه د کابل په لودیځ کې په یوه ساحه کې تثبیت شوي او د کابل ښاروالۍ له لوري یې د وېشلو بهیر پیل شوی، چې دغه بېساري کار هم زیات اهمیت لري. د یادونې وړ ده چې کابل ښاروالۍ په دیارلسمه ناحیه کې شاوخوا ۲۰ انکشافي پروژې چې ټول قیمت یې تر ۱.۱ میلیارده افغانیو زیات دی، پيل کړې او په راتلونکي کې به د ۱۳مې ناحیې په څېر هغو ناحیو ته چې کمه وده یې کړې زیاته پاملرنه وکړي.