د یک شنبه به ورځ د روان کال د تلې په ۲۸مه د اجمیر کانال د ساختمان د ادامې کار چې اوږدوالی یې ۹۲۱ متره دی، د هبیتات دفتر په همکارۍ د کابل ښاروالۍ له لوري د ۲۵۰۰۰۰ امریکايي ډالرو په ارزښت پيل شو. ټاکل شوې چې د دغه کانال په ادامه به چې د ۵۷۰ متره په اوږدوالي له بنايي ساحې څخه تر یکتوت پورې یې کار مخکې پيل شوی و، په پاخه او اساسي ډول جوړ شي. دا کانال په نهمه ناحیه کې له ۱۴، ۱۵ او ۱۶ ګذر څخه تېرېږي، چې په دغو ساحو کې به سطحي اوبه مدیریت کړي.
په نهمه ناحیه کې د اجمیر کانال د ساختمان د ادامې کار پيل شو
30 میزان 1398