د چاپېریالي اسانتیاوو د رامنځته کولو په موخه په دولسمه ناحیه کې د احمدشاه بابا مېنې پروژې په اوم بلاک کې د یوه سړک د کانکرېټ اچونې او د دې پروژې په پنځم بلاک کې د یوه تفریحي پارک د جوړېدو کار د ځايي اوسېدونکو په حضور د دغې ناحیې د رییس زمري کوچي له لوري د پټۍ په پرې کولو پيل شو. دا پروژې د هبیتات دفتر په همکارۍ د کابل ښاروالۍ له تشویقي پروژو څخه تر ۲۰۰زره امریکايي ډالرو په زیات ارزښت جوړېږي. د سړک اوږدوالی ۵۴۲ متره او سور یې ۵.۵ او ۶ متره دی، چې ویالې او پلې لارې هم پکې شاملې دي، ټاکل شوې چې د یخنۍ موسم تر رارسېدو به جوړ شي او په دغه ساحه کې به د خامه سړک له امله د خلکو ستونزې ورسره حل شي. پارک به هم په ۶۸۴۰متره مربع مساحت په اساسي ډول جوړ شي، چې احاطه، د پلو لارو پوښل، څاه کیندل، د اوبولو لپاره ذخیره، د ماشومانو د لوبو وسایل نصبول، چترۍ، چمن، نیالګي او ګلبوټي اېښودل پکې شامل دي.
په دولسمه ناحیه کې د یوه سړک د کانکرېټ اچونې او یوه پارک د جوړېدو کار پيل شو
30 میزان 1398