الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

په شپږمه ناحیه کې د سردار محمد داود خان پلاني ښارګوټي د خط اچونې کار پيل شو

1 عقرب 1398

د ۴۰ متره عرفاني سړک تر استملاک لاندې ځایونو د بدیلو ملکیتونو د وېشلو په موخه نن د ۱۳۹۸ کال د تلې په ۳۰مه په شپږمه ناحیه کې د سردار محمد داود خان د پلاني ښارګوټي د خط اچونې کار د کابل ښاروال پوهنیار احمد ذکي سرفراز، د ښار جوړونې او ځمکو وزرات سرپرست محمد جواد پيکار، د کابل والي محمد یعقوب حیدري، د ولسمشرۍ ریاست د دویم معاونیت د دفتر استازو او د شپږمې او دیارلسمې ناحیې د رییسانو په ګډون رسماً پيل شو . ټاکل شوې چې د کابل ښاروالۍ له لوري په شپږمه ناحیه کې د حاجي نبي ښارګوټي په ختیځه ساحه کې د ۲۳۹ جریبه ځمکې د سړک جوړونې او په سردار محمد داود خان ښارګوټي کې نور ښاري بیخ‌بنسټي کارونه ترسره شي او هممهاله د دغه ښارګوټي نمرې د یارلسمې ناحیې د ۴۰ متره عرفاني سړک پر زیانمنو سربېره د دوبۍ هوټل وارثینو او د کابل سیند د مسیر زیانمنونکو ملکیتونو ته د بدیل په توګه ووېشل شي.