کابل ښاروالۍ د ښاري اړتیاوو او ښاریانو ته د اسانتیاوو برابرولو په موخه څه مهال مخکې په دویمه ناحیه کې په (دهن نل باغ بالا) ساحه کې د ښاري تشناب د ودانۍ جوړولو کار پيل کړی و، چې اوس د بشپړېدو په حال کې دی. دا ودانۍ د اوسني وخت د ټولو معیارونو په پام کې نېولو سره په نږدې په سل متره مربع ځمکه کې جوړیږي، لس تشنابونه او دوه حمامونه او د فاضلابو سیستم او څاه لري. دغه پروژه د دوه میلیونه او دوه سوه زره افغانیو په لګښت چې له کابل ښاروالۍ څخه د اروپايي ټولنې د ملاتړ پروژه یې ورکوي، په اساسي ډول جوړېږي؛ چې تر ٪۹۰ زیات کار یې بشپړ شوی دی.
په دویمه ناحیه کې د ښاري تشناب د جوړېدو کار د بشپړېدو په حال کې دی
5 عقرب 1398