غوره ښاري اسانتیاوو ته د لاسرسي په موخه کابل ښاروالۍ په پنځمه ناحیه کې د افشارو د بالاکوه ساحې د پنځو کوڅو جوړولو کار څه مهال مخکې پيل کړی و، چې اوږدوالی یې ۵۶۲ متره او عرض یې مختلف دی، ژر به بشپړ شي. په جوړېدو به یې د سیمې اوسېدونکو ته د اسانتیاوو په رامنځته کولو سربېره د هوا د ککړتیا مخه ونیسي.
د افشارو د بالاکوه ساحې د کوڅو جوړولو کار بشپړېږي
5 عقرب 1398