د کابل ښاروالۍ مالي او اداري مرستیال سیدالرحمن جلال د شپاړسمې ناحیې اړوند قلعه زمان خان پروژې له مشرانو او اوسېدونکو سره په یوه لیدنه کې د یخنۍ موسم تر راسېدو د دوی د چاپېریالي ستونزو پر حل بحث وکړ. د دې ناحیې اوسېدونکو د لسګونو ساحوي ستونزو پر شریکولو سربېره د ځینو سړکونو او کوڅو له نه پخېدا ناراضه وو او د خپلو ستونزو د حل غوښتنه یې وکړه. د کابل ښاروالۍ مالي او اداري مرستیال اړوندو برخو ته د لازمو لارښوونو تر څنګ پر سړکونو له عاجل جغل اچولو څخه د هغو تر اساسي جوړولو او د کابل ښاروالۍ له خوا د دوی د ستونزو د حل ژمنه ورکړه.
د شپاړسمې ناحیې له مشرانو او اوسېدونکو سره لیدنه!
8 عقرب 1398