کابل ښاروالۍ له خوا د خلکو ستونزو د درک کولو په اساس؛ دغازي ادې ښوونځي د سړک جوړولو کار څه مودې مخکې پیل شوی و چې ټاکل شوي دغه سړک د ۵۶۰ مترو په اوږدوالي او۵،۵ مترو په پلنوالي سره جوړ شي ددې سړک چارې به د راتلونکي ژمې له رسېدو تر وخته بشپړې شي. چې له مخې به یې دچاپېریالي ستونزې راکمې شي او د زده کوونکو دتګ او راتګ ستونزې به له منځه لاړې شي.
په اوومه ناحیه کې دغازي ادې ښوونځي سړک د جوړولو کار روان دی
11 عقرب 1398